د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند کمپونو سيمه کې د پنجشنبې پر ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د کوز کونړ ولسوالۍ د سيمه ييزو پولیسو د پخواني قومندان شېخ اکرم کور مخې ته ځانمرګی بريد شوی چې په ترڅ کې يې اته تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۱۷تنه نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل چې د پېښې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي چې د دوه تنو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
شېخ اکرم د کوز کونړ ولسوالۍ د محلي پولیسو قوماندان و،خو څه موده وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت له دندې ګوښه کړی چې د پنشنبې پر ورځ له غرمې مخکې د هغه په يلوۍ د کوز کونړ ولسوالۍ خلک د ولایت مخې ته په لاریون هم راغلي وو او د هغه د برحالۍ غوښتنه یې کوله.
د پېښې پړه تر دې دمه چا نه ده منلې.