زبېر نواز وايي، "چا غوږ کې راته وويل چې جانان مه يادوه"

د (هارون باچا هنري کړۍ) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو پېښور مېشتی ځوان سندرغاړی، زبېر نواز وو.

نوموړي خپله يوه نوې سندره پر انټرنيټ خپره کړې، چې د پښتو موسيقۍ مينه والو خوښه کړې ده.

د سندرې شعر د ملنګ جان دی او نواز له نويو سازونو سره ويلې ده.

نوموړی وايي، کوښښ کوي په راتلونکي کې هم ښې سندرې جوړې او پښتنو ته وړاندې کړي.

د زبېر نواز دا خبرې او څو سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ