کرکټ: مجيب ځدراڼ د بنګله دېش سياليوو ته ولاړ

د افغانستان ۱۷ کلن لوبغاړي مجيب ځدراڼ د بنګله دېش په پريميير لېګ سياليوو کې لوبېدو لپاره دغه هېواد ته ورغلی دی. هغه سپينر يا ورو بالر دی. د افغانستان کرکټ بورډ پر خپل فېسبوک پاڼه ليکلي چې مجيب به د کومیلا ویکټورینز (Commila Victorians) لپاره لوبیږي.

په همدې لوبډله کې دوه نور افغان لوبغاړي محمد نبي او راشد خان ارمان هم لوبېدلي دي. نبي اوس شارجه ته د افغانستان او متحده عرب اماراتو د لوبو لپاره ورغلي دي. د آيي، سي، سي انټرنيشنل کپ دا څلور ورځنۍ لوبه د دسمبر له دوهمې نېټې پېليږي.

د بنګله ديش پريمير لېګ سياليوو کې دا مهال کوميلا ويکټورينز لوبډله تر ټولو مخکې ده. د بنګله دېش د مشهور لوبغاړي تميم اقبال په مشرۍ دې لوبډلې له شپږو څخه خپل پنځه ميچونه ګټلي دي.

مجيب ځدراڼ په ملايشيا کې شوي د ۱۹ کلونو څخه کم عمره کرکټ لوبغاړو اسيا کپ پر مهال د ډېرو پام ځان ته واړاوه. هغه په دې سياليوو کې تر ټولو ډېرې ويکټو په اخیستو سره د ټورنمنټ غوره لوبغاړی شو. په دې کې په فاينل يا پای لوبه کې د پاکستان په وړاندې د پنځوو ويکټو اخيستل هم شامل وو.

په دې سيالۍ کې ټاس پاکستان ګټلی وو خو لومړی بيټينګ يې افغانستان ته ورکړ. افغان لوبغاړو په ټولو پنځوس اوورونو کي د اوو ويکټو په زيان ۲۴۸ منډې جوړې کړي. د پاکستان له خوا محمد موسی تر ټولو ډېرې درې ويکټې واخيستې. د افغانستان لپاره تر ټولو ډېرې منډې اکرام عليخېل وکړي. هغه په ۱۱۳ بالونو ۱۰۷ منډې جوړې کړي.

د پاکستان لوبغاړو د ۲۴۹ منډو هدف ته د رسېدو لپاره پاڼۍ په ښه توګه پېل نه شوای کړلی. د دوی ټول لوبغاړي په دروېشتم اوور کې په ۶۳ منډو اوټ شول. د افغانستان له خوا مجيب ځدراڼ د دې ټورنمنټ د نورو سياليوو په شان ښه بالينګ وکړ او پنځه لوبغاړي يې اوټ کړل. قېس احمد درې ويکټې واخيستې.

د افغانستان ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړو ته د نومبر په يووشتم تاريخ په کابل کې دروند هرکلی وويل شو.