اسلام اباد، پېښور او نورو ښارونو کې احتجاج دوام لري

د فېض اباد مظاهره چيانو پر ضد عمليات بيګا ودرول شول

اسلام اباد/ پېښور - د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.

حکومتي چارواکي وايي د عملیاتو پر مهال ۱۵۰ و نه زیات مظاهره کونکي نیول شوي هم دي. بل پلو راپورونه وايي چې مظاهره کونکي لا هم په فیض اباد کې موجود دي.

که څه هم حکومت د امنيت ټينګ ساتلو لپاره پوځ هم بللی خو د پوځ لخوا په خپور شوي یو بیان کې راغلي چې د مظاهرچيانو د خورولو لپاره په روايتي توګه پوځ نه کارول کېږي، بيا هم پوځ تيار دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت له خوا د شنبې په ورځ يوه اعلاميه خپره شوې چې پکې راغلي پوځ د امنیت د ټینګولو لپاره غوښتل شوی دی.

تر اسلام اباد او نورو ښارونو وروسته، د یکشنبې پر ورځ یو شمېر خلک په پېښور او نوښار کې هم ورغونډ شوي ول او مظاهرې او لاریونونه یې وکړل.

په پېښور کې د مظاهرې ویډیو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

مذهبي ډلو په پېښور او نوښار کې هم احتجاج کړی

تحريک لبیک يارسول الله، تحريک ختم نبوت او سني تحريک په ګډون ېو شمېر مذهبي ګوندونو له هغې ورسته په احتجاج لاس پورې کړ چې په اکتوبر کې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۱۷ز کال ترمیمي انتخاباتي قانوني مسوده منظوره کړه نو په هغې کې د اميدوارانو د سوګند په ځای کې لفظي بدلون شوی و او پکې د اسلام پر پیغمبر د ((ایمان)) د ((قسم)) پر ځای د ((زه باور کوم)) الفاظ راغلي وو.

خو حکومت بیا وروسته ویلي وو چې هغه تېروتنه اصلاح شوې ده او مظاهره کونکي باید خپل احتجاج ختم کړي.​