د پېښور نابینا انځورګره څه غواړي؟
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د پېښور ډاکتره زرینه حسن د سترګو په ناروغۍ اخته ده چې له کبله یې له ۹۰ فیصده بینایۍ څخه بې برخې شوې ده. نوموړې پر دې سربېره انځورګري کوي. دې په پاکستان کې طب لوستی او بیا یې له برتانیا څخه د وایرسونو په مطالعاتو کې تخصص کړی دی. دا لیکواله هم ده او غواړي د نابینا خلکو لپاره یوه اداره پرانیزي. د ډاکترې زرینې حسن په اړه ویډیويي رپورټ وګورئ.