دا څرګندونې د اسلامي نظرياتي کونسل مشر ډاکټر قبله اياز د شنبې په ورځ له مشال راډيو سره په ځانګړي مرکه کې کړې دي.
ډاکټر قبله ایاز وايي ، غير رياستي عناصر په دې هڅه کې دي چې حکومتي عملداري چيلنج کړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په عین حال کې د پیښور پر زراعتي روزنيز مرکز د وسله والو لخوا تر بريد وروسته د پیښور پوهنتون ټولې تعلیمي ادارې تر نامالومه وخته تړل شوې دي.
د دسمبر پر لومړۍ نېټه پر یاد مرکز د پاکستاني طالبانو دريو وسله والو برید کړی وو چې پکې د اته زده کوونکیو په ګډون دولس کسان وژل شوي وو.
په وژل شویو کې یو د روزنیز مرکز څوکیدار او درې وسله وال وو. په برید کې ۲۲ نور ټپیان شوي هم وو.
تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري اخستې ده او ویلي يې دي چې د پاکستان د استخباراتي ادارې یو دفتر يي په نخښه کړی وو.
بل خوا د قبایلي سیمو زده کوونکیو د شنبې په ورځ په پیښور کې د برید پرضد مظاهره کړې ده او له حکومته يې غوښتي چې پر تعلیمي ادارو او طالب علمانو دې د ترهګرو بریدونو مخه ونیسي.
د جمعې په ماښام د کورنیو چارو وفاقي وزیر احسن اقبال او د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګهړه په حیات اباد میډیکل کمپلیکس کې په برید کې د ټپي شویو پوښتنې له ورغلي وو او ورستو يي د امنیت په اړه د یوې غونډې مشري هم وکړه.