ننګرهار: "جرمونه، غلاګانې او هدفي وژنې زياتې شوي"

جلال اباد - د افغانستان ننګرهار ولایتي شورا يو شمېر استازي او مدني فعالان په جلال اباد ښار کې له جنايي جرمونو او نا امنيو شکايت کوي او غوښتنه کوي چې د ښاراوسېدونکو ته دې امنيت ورکړي.

له څه مودې راهيسې په جلال باد ښار کې جرمونه، انسان تښتونې، غلاوې او ناامني زیاته شوې چې د ننګرهار ولایتي شورا استازي او مدني فعالان یې لامل د ځايي چارواکو بې کفایتي او په امنيتي ادارو کې د فساد شتون ګڼي.

د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمری وايي چې د ننګرهار چارواکو ورته په بیا بیا د امنيت د راوستو ډاډ ورکړی خو تر اوسه په خپلو ژمنو کې پاتې راغلي دي.

د ده په وينا چې څو څو ځله يې د ننګرهار والي سره ناستې کړې او هغه ورسره ژمنې او وعدې کړي چې په ښار کې د تورو شیشو، بې نمبر پلېټه موټرو او بې جوازه وسلې د ګرځولو مخنيوی به کوي خو تر ننه يې دا کار و نه کړای شو.

په ننګرهار کې له څو میاشتو راهيسې حالات خراب دي، هدفي وژنې دي، له خلکو باج اخیستل کېږي. عبيدالله شنواری

دی ادعا کوي:

((په ښار کې چې څومره هدفي وژنې کېږي، ترهګر او انفجاري مواد په همدې تورو شیشو موټرو کې راځي.))

د ولایتي شورا غړی عبید الله شینواری دا اداعا کوي چې د تېرو څو میاشتو راهيسې زورواکي له ننګرهاريانو څخه باج اخلي خو په شکايتونو يې چارواکي غوږ نه ګروي:

((په ننګرهار کې له څو میاشتو راهيسې حالات خراب دي، هدفي وژنې دي، له خلکو باج اخیستل کېږي، چې ننګرهاریان د دې وضعیت نه ډېر تنګ راغلي دي. له ننګرهاریانو څخه پیسې اخيستل کېږي، خو څنګه چې په کار ده، هغسې ساتنه د ننګرهاریانو نه کېږي.))

مدني فعال نوراغا ځواک د ننګرهار د چارواکو کمزوری مدیریت ته په اشاري وايي که امنیت ته کار ونشي او مرکزي حکومت اصلاحات رانه ولي په مدني حرکتونو په لاس پوري کړي:

((زه د يوه ننګرهاري په صفت موږ دوی والي ته د ازاد بحث دعوت ورکړی، د مناظرو چلنج مو ورکړی دی، یوازینی علت دلته د کمزوري مديریت دی. زه فکر کوم چې که د ننګرهار والي په فساد او نورو معاملو کې لاس ونه لري، دا کولای شي چې پوره اصلاحات رامنځته کړي. د ده د کمزوري مدیریت په اساس ننګرهار د بدو حالاتو سره مخامخ دی.))

د ننګرهار د والي ویاند د فساد تورنه ردوي خو د پولیسو کم شمېر، مافیايي او زورواکي د حالاتو د خرابیدو لاملونه بولي.

د ننګرهار د والي ویاند د فساد تورونه ردوي خو د پولیسو کم شمېر، مافیايي او زورواکي د حالاتو د خرابیدو لاملونه بولي خو وایي چې د ننګرهار والی به ډېر ژر د یوې خبري ناستې له لارې له ولسسره پدې تړاو ټول معلومات شریک کړي:

((دغه ټول موضوعات ولایت مقام ته راغلي، کار يې پرې کړی، او لا هم د کار لاندې دي، موږ به دا اوونۍ هغه څه چې د ولس غوښتنه ده، هغه څه چې د ولس ارادې دي، او د ولایت مقام ارادي دي، په دې اړه به موږ ولس ته د خپلو اجراتو مکمل معلومات ورکړو او هم به هغه څه چې ناممکن دي، یا دا چې زموږ پر وړاندې ننګونې دي، ولس سره به دا معلومات شريک کړو.))