ایاز صادق: امريکا ته به متوازن ځواب وایو

د پارليمان د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ د زيارت په ورځ وشوه چې پکې د پارلېماني مشرانو ترڅنګ خارجه وزير خواجه اصف، د دفاع وزير خرم دستګير او د قامي سلامتيا لپاره د وزيراعظم سلاکار لېفټننټ جنرل (ر) ناصر جنجوعه هم ګډون وکړو.

شاوخوا څلور ساعته روانه دا غونډه وه چې پکې يواځې د پارليمان غړو او وزيرانو ګډون درلود، رسنيو ته د دننه تللو اجازه نه وه.

د غونډې وروستو د خبريالانو سره د خبرو پر وخت سپيکر اياز صادق وويل چې په نننۍ غونډه کې د ټولو سياسي ګوندونو غړي موجود ول او د قامي سلامتيا پر معامله ټول يوه خوله دي او له دې وروستو به يوه بله غونډه رابلي چې پکې به په وړاندې تګلاره بحث کېږي.

"په دې کې دا پرېکړه وشوه چې بله غونډه به کوو او چې نن کومې پوښتنې راپورته شوې چې که حالات بدلېږي نو زموږ غبرګون به څه وي. د ټولو غړیو دا خيال وو چې له دې وروستو يوه بله غونډه وکړو، په هغې کې به ګورو چې څنګه خپل پلان جوړولی شو."

اياز صادق وويل چې دا کتل دي چې ولې داسې بيانونه مخې ته راځي. پاکستان به خپل عزت پر ځای ساتي او ډېر متوازن ځواب به ورکوي.

اړوند راپورونه

پاکستان اوس هم امریکا خپل متحد بولي: میجر جنرل اصف غفور

خواجه اصف: پاکستان دې نور پر امریکا په پټو سترګو باور نه کوي

د غونډې وروستو د دفاع مرکزي وزير خرم دستګير وويل چې کوم امريکايي چارواکي په دې وروستيو کې راغلي وو هغوي په سفارتي ژبه خبرې کړې وې خو اوس چې کوم بيانونه راځي په هغې کې دړکې ښکاري نو دوي به ډېر په سړه سينه ځواب ورکوي ځکه چې د امريکايي چارواکو دوه برخې دي يو هغه وزيران چې د پاکستان دوره يې کړې وه، له هغوی سره د پاکستان د باور او يو ځای کار کولو خبرې کړې وې او بله سپينه ماڼۍ د چا رويه چې ټول ګوري.

"موږ د دې هر څه تجزيه کوو او ښه په سړه سينه پر دې خپله تګلاره جوړوو او دا دی نن مو د پارليمان سره پرې هم خبرې وکړې. موږ بايد د پاکستان د سلامتيا په اړه کومه اندېښنه ونه لرو، د پاکستان دفاع پياوړې ده. يواځې پوښتنه دا ده چې امريکا داسې کوم غېرمعمولي حرکت و نه کړي د کوم نه چې موږ ته د نقصان انديښنه کېدلی شي. موږ دې هر څه ته تيار يو خو اوس هم دا غواړو چې د امريکا سره په شريکه وړاندې ولاړ شو."

په دې غونډه کې د امريکايي صدر تورونه بې بنياده وګرځول شو او پرېکړه وشوه چې په بله اونۍ کې به د پارليماني مشرانو غونډه رابلل کېږي چې پکې به د دفاعي ادارو او د خزاني د وزارت چارواکي هم ګډون کوي.