کوګلمېن: د پاکستان په اړه د امريکايي کانګرس رويه تنده شوې

د امريکا حکومت پاکستان ته تر هغو پورې د پوځي مرستو ځنډولو اعلان کړی چې اسلام اباد د ترهګرۍ ضد جګړه په تېره بيا د افغان طالبانو او حقاني شبکې خلاف پرېکنده اقدامات نه وي کړي.

خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت بيا ويلي چې د امریکا دا پرېکړه به له وخت سره پر مشترکه اهدافو خپل اغېز پرېږدي.

د پاکستان او امريکا ترمنځ مخ په خرابېدونکيو اړيکو ته په پام سره د مشال راډیو مدير داود خټک د امريکا د ولسن انسټيټيوټ په نامه څېړنيزې ادارې له يوه څېړونکي مايکل کوګلمېن سره مرکه کړې ده.

کوګلمېن د پاکستان، افغانستان، هند او بنګله دېش پر حالاتو نظر ساتي او په دې اړه څېړنې او ليکنې کوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

کوګلمېن: د پاکستان په اړه د امريکايي کانګرس رويه تنده شوې