کراچۍ کې د پوليسو پر يوه مشر ځانمرګي بريد شوی

پاکستان: پولیس په کراچۍ کې د هغه ځای لیدنه کوي چې یوه ځانوژونکي برید د ملیر پولیسو مشر اېس اېس پي راو انور پکې په نښه کړ. ۱۶م جنوري ۲۰۱۷

د کراچۍ د ملير پوليسو په مشر راو انوار د چارشنبې په شپه ځانمرګي بريد شوی چې پکې هغه بچ پاتې شوی او څلور نور پوليس اهلکار پکې ژوبل شوي دي.

د ملير ضلعې د پوليسو پر مشر (اېس اېس پي) راو انوار باندې بريد په داسې وخت کې شوی دی چې کله هغه د خپل دفتر نه کور ته روان او سپرهای وې پر لار د هغه د بکتربند ګاډي سره يو ځانمرګي بريد کوونکي ځان والوزولو.

د پوليسو په وينا چې د چاودنې وروستو د بريدګر ملګرو پر پوليسو ډزې وکړې او د پوليسو سره په ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي دي.

په دغه ډزو کې څلور پوليس اهلکار هم ژوبل شوي دي.

د بريد وروستو خبريالانو سره په خبرو کې د ملير پوليسو مشر راو انوار د پېښې تفصيل ورکړو او وې ويل چې د دوي د قافلې د يو ګاډي سره ځانمرګي بريدګر خپلځان الوزولی د کوم وروستو چې ډزې هم وشوې.

هغه وويل چې په قافله کې روان د يو ګاډي سره ځانمرګي بريدګر خپلځان والوځولو او بيا اور ولګېد. له دواړو خواو ډزو کې دوه وسله وال وژل شوي او ځينې بيا په تېښته کې بريالي شوي دي.

بل اړخ ته د سيند پوليسو د ترهه ګرۍ ضد څانګې مشر راجه عمرخطاب مطبوعاتو ته ويلي چې دوی له دغه ځايه ثبوتونه راغونډ کړي دي خو دا په لومړي ځل شوي چې د ځانمرګي بريد کوونکي د بدن ټوټې له بدنه جدا شوې نه دي.

د پېښې ذمه واري تحريک طالبان پاکستان منلې ده.

د ذکر ده چې له دې وړاندې په ۲۰۱۵ز کې هم د راو انوار پر قافله د لاسي بمونو حمله شوې وه خو هغه پکې بچ پاتې شوی وو او په ځوابي کاروايۍ کې پينځه وسله وال وژل شوي وو.