خټک: بې له حکومتي مرستو هم کلتوري غونډو ته دوام ورکوو

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا اوونۍ مو له اسلام اباده شاکر ذيشان خټک مېلمه وو.

دی له ۲۰۰۸ز کال راهيسې د اسلام اباد پشمول د هېواد په بېلا بېلو ښارونو کې د (پښتنو شپې) په نوم د موسيقۍ کنسرټونه جوړوي.

د خټک په خبره، تر اوسه يې شاوخوا ۷۰ سټېج پروګرامونه جوړ کړي دي.

دی زياتوي، د دې کار هدف يې پښتو اصيلې موسيقۍ ته وده او پښتنو ته د ساعت تېري موقعې په لاس ورکول دي.

د شاکر خټک دا خبرې او څو سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ