د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو ځوان سندرغاړی اېمل زاخېل وو.
دې د نومياليو هنرمندانو، استاد محمد دين زاخېل او مېرمن قمر ګلې زوی دی او په کاناډا کې ژوند کوي.
نوموړي په يوه نوې سندره کې په افغانستان کې د سولې هيله کړې ده.
زاخېل وايي، له خپلې مور سره په پېښور کې د تېر کړي وخت خوږې خاطرې لري.
د ده خبرې او سندرې په خپرونه کې اورېدای شئ.