ټرمپ او نورو نړیوالو مشرانو د کابل برید غندلی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ټولو هېوادونو غږ کړی چې د طالبانو خلاف پرېکنده کاروايي وکړي.

طالبانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د بريد ذمه واري منلې وه چې په کې لږ تر لږه ۹۵ کسان وژل شوي وو.

د امریکا ولس مشر ډونالډ ټرمپ په یوه اعلاميه کې د کابل بريد په سختو ټکو کې وغندلو او ویې ويل چې د بې ګناه ملکي وګړو وژنه ورته د منلو وړ نه ده. ډونالډ ټرمپ زیاته کړه چې دې قاتلانه حملې د دوی او د افغان همکارانو ترمنځ تعهد نوی کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت هم د یکشنبې په ورځ په يو بيان کې د کابل بريد په کلکه غندلی او ويلي يې دي چې د پاکستان ولس او حکومت له افغان ولس سره په دې سخته ګړۍ کې ولاړ دي.

بلخوا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړي استازي تدامیچي یماماتو ویلي، په کابل کې د یکشنبې ورځې حملې له پلانونکیو او ترسره کونکیو سره باید حساب وشي او عدالت ته ودرول شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن هم د کابل بريد غندلی او دا يې له وحشته ډک عمل بللی دی .