اې اېف پي خبري اژانس راپور خپور کړی چې افغان او چينايي چارواکي د افغانستان په غرنۍ سيمه واخان کې د یوې پوځي اډې پر جوړولو خبرې اترې کوي. د اژانس په وينا ځايي خلکو په دغه سيمه کې افغان او چينايي ځواکونه د ګډې ګزمې پر مهال ليدلي دي.
اژانس ليکي، افغان چارواکیو د واخان خلکو ته ويلي وو چې چينايي پوځيانو ته به نژدې نه ورځي او نه به له هغوی سره خبرې کوي. د عبدالرشيد په نامه يو قرغيز مشر وايي چې هغه په دې ولسوالۍ کې داسې ګاډي ليدلي چې د چين بېرغونه پر رپېدل.
واخان د افغانستان دشمال ختيځ بدخشان ولايت ولسوالي ده چې د هېواد په کونج کې د يوې اوږدې تړانګې په بڼه موقعيت لري. دا يخه او غرنۍ سيمه ده چې د چين له سينکيانګ سيمې سره ګډه پوله لري. دا سيمه د افغانستان له نورو برخو ډېره ليرې پرته ده او اوسېدونکي يې په دې هېواد کې له روان کړکېچ څخه ناخبره دي. که څه هم په دې سيمه کې امن دی خو د ژوند له بنيادي اسانتياوو بې برخې دي.
دا مناسبه لاره نه ده چې هر ګاونډی دې د خپل امنيت لپاره خپل عسکر په افغانستان کې واچوي يا دې د افغانستان په خاوره کې خپله پوځي اډه جوړه کړي.ودیر ساپی
خو اوس چينايي چارواکي وېره لري چې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ جلاوطنه اويغور وسله وال له واخان څخه سينکيانګ ته داخلېږي او هلته بريدونه کوي. ځينو شنونکو اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي دي، چين اندېښنه هم لري چې له عراق او شام څخه وتلي د اسلامي دولت وسله والې ډلې غړي د منځنۍ اسيا له لارې افغانستان ته داخلېدلای شي او بيا وروسته د واخان له لارې چين ته ځان رسولای شي.
د افغانستان دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن مشال راډيو ته وويل چې چين يوازې د مرستو وړانديز ورته کړی دی.
نوموړی وايي، چين افغان حکومت ته د چينايي پوځي اډې جوړولو هېڅ خبره نه ده کړې بلکې هغوی له افغانستان سره د مرستې په لړ کې ويلي که چېرې افغان حکومت وغواړي نو چين د يوې لېوا جوړولو لګښت ورکولای شي. د وزيري په خبره چين د افغانستان د کومې ځانګړې سيمې نوم نه دی اخېستی.
د افغانستان دفاع وزارت وار له مخه په بدخشان ولايت کې يوه پوځي لېوا لري. د وزيري په خبره افغان حکومت کولای شي چې هلته بله لېوا جوړه کړي خو تر دې دمه يې حتمي پرېکړه نه ده کړې.
په کابل کې د سيمه ييزو چارو شنونکی ودير ساپی وايي چې ګاونډي هېوادونه دې پر خپلو پولو امنيت ټينګ کړي او په افغانستان کې دې له خپل پوځي حضور څخه ډډه وکړي. نوموړی وايي، دا مناسبه لاره نه ده چې هر ګاونډی دې د خپل امنيت لپاره خپل عسکر په افغانستان کې واچوي يا دې د افغانستان په خاوره کې خپله پوځي اډه جوړه کړي. د هغه په خبره دا د نړيوالو قوانينو او د دې هېواد د ارضي تماميت او خپلواکۍ ضد عمل دی.
ساپی زياتوي، که چېرې چين د ناامنۍ په اړه اندېښنه لري نو افغان حکومت ته دې په واخان کې د يوې پوځي اډې جوولو لګښت ورکړي خو خپل پوځونه دې نه رالېږي.
د چينايي او افغان چارواکو تر منځ خبرې اترې په داسې حال کې شوي چې د چين ولسمشر ژي جين پنګ په سيمه کې د اقتصادي پانګونې پراخه منصوبه لري او په دې لړ کې په سوهېلي اسيا کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په نامه پروژه دوام لري چې ټول لګښت يې ۵۴ بليونه ډالره دی. چين د خوندې سيمو په لټه کې دی تر څو خپلې اقتصادي پروژې پر وخت او اسانۍ سره بشپړه کړي.