کابل ـ د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي له پاکستان سره په خبرو کې افغانستان برلاسی دی.
د دغې جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي د یکشنبې پر ورځ دا څرګندونې له هغې وروسته مشال راډيو ته وکړې چې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو موافقې ته د نه رسیدو په اړه خبر ورکړ.
((افغان حکومت په پوره مانا برلاسی دی، خپل غږ یې ټولې نړۍ ته رسولی او ټول حقایق یې د نړیوالو په مخ کې رابرڅېره کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سولې او یوالي د عمل پلان په چوکاټ کې د تېرو دوه اونیو راهیسې په کابل او اسلام اباد کې دری ناستې وشوې.
وروستۍ یوه غونډه پرون د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې پای ته ورسیده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د غونډې له پای ته رسیدو وروسته په یوه اعلامیه کې وویل د افغانستان او پاکستان لوړ پوړي پلاوي پر هغو مسئلو چې افغان لوري ته لومړیتوب لري، موافقې ته نه دي رسېدلي