ولسمشر غني: ټاپي پروژه به سیمې ته کار او ګټه راوړي

هرات: پاکستانی وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي، افغان ولسمشر اشرف غني، د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف او هند بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر ام جې اکبر د ټاپي پروژې پرانستنې مهال. ۲۳ فبروري ۲۰۱۸

نن د جمعې ورځ په هرات ښار کې د ټاپي پروژې د افغانستان برخې د کار پرانیستنه وشوه چې پکې د د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د هند بهرنیو چارو لپاره د دولت وزیر ام جې اکبر او د ترکمنستان ولسمشر قربانګلي بردي محمدوف ګډون کړی و.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د ټاپي پروژې ملګرو هېوادونو مبارکي وویله چې دا به منځنۍ اسیا له جنوبي اسیا سره وتړي. او د سیمې ښکېلو هېوادونه به کار او ګټه راوړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ټاپي پروژه به رڼا راوړي

نوموړي زیاته کړه چې وویل چې ټاپي پروژې نوې هیلې راژوندۍ کړې او تمه یې وښودله چې دا به د پروژې ملو هېوادونو ته نوې لار وښيي.

د راپورونو له مخې ترکمنستان د ټاپي پروژې خپله برخه کار سر ته رسولی دی او د کار بشپړېدو لپاره یې د خپل هېواد په سلیم چشمه سرحدي سیمه کې یوه غونډه جوړه کړې وه. هغې غونډې ته پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په خپله وینا کې وویل، چې هېواد یې د ټاپي پروژې د بشپړېدو په برخه کې خپل ټول وس او مرسته کوي. نوموړي وویل:

''موږ ټاپي پروژه په حقیت بدلوو. انشا الله دا به د ګېس یوه نل لیکه نه وي بلکې د ګېس ګڼ پای لاینونه به غځول کېږي. پاکستان د خدای په فضل خپل چېلنجونه هوار کړي او اوس د پرمختګ پر لار روان دی. تاسو د چین پاکستان په اقتصادي دهلېز خبر یاست، دا به سیمې په چټکۍ له یو بل سره وتړي. ګوادر بندر چې اوس د تعمیرېدو په حال کې دی د ټولې منځنۍ اسیا لپاره له سمندر سره د وصل کولو تر ټولو چټکه لار ده.''

په اسلام اباد کې د پاکستان وزیر اعظم هاوس نه جاري شوي یوه بیان کې راغلي چې ټاپي پروژه یې په هېواد کې د توانايي د مخ په زیاتیدونکیو ضرورتونو لپاره ډېره مهمه ده.

د ټاپي پروژې نقشه

د ټاپي پروژې خیال په ۱۹۹۰ ز کال کې راغلی چې له ترکمانستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته به ګېس لېږدول کېږي.

د ګېس د دغه نل- لیکي ټول واټڼ ۱۸۱۴ کیلومیتره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کیلومیټره یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو تېرېږي. په دغه پایپ لاین کې به ۳۳ میټره مکعب ګېس رسول کېږي او اوسنی تړون به يې۳۰ کاله دوام وکړي.