جلال اباد ـ د پښتو ژبې وتلی لیکوال، شاعر، څېړونکی او ژباړن استاد عبدالله بختانی خدمتګار د یکشنبې په ورځ د سره رود په بختان کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
جنازه یې د جلال اباد ښار په یوه لوبغالي کې ادا شوه چې پکې لیکوالو، چارواکو او ولسي خلکو ګډون وکړ. نوموړی یو ورځ وړاندې په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شوی و.
عبدالله بختاني تر سلو زیات چاپ او ګڼ نور ناچاپه کتابونه تر شا پرېښودل.
عبدالله بختاني خدمتګار تر سلو زیات کتابونه لیکلي او خپاره کړي وو او يو شمېر نور يې ناچاپه پاتې دي.
د نوموړي د جنارې د لمانځه په مراسمو کې د ننګرهار او لغمان پر دولتي او چارواکو سربيره له کابل څخه هم يو شمېر لیکوالو او فرهنګپالو ګډون کړی و.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ارواښاد استاد بختاني د جنازې په مراسمو کې وویل، استاد بختاني په افغانستان کې د ويښ زلمیانو د نهضت او د خدايي خدمتګار غورځنګ له لارې بې څاري خدمتونه سر ته رسولي دي.
((استاد عبدالله بختانی خدمتګار زموږ د هېواد د تاريخ یوه لویه شتمني وه. د ويښو زلمیانو مخکښ لاروی و او د دې تر څنګ د خدايي خدمتګارو د غورځنګ هم لاروی وو.))
د لغمان والي محمد اصف ننګ په خپلو خبرو کې وویل، استاد بختاني داسې اثار په مېراث کې پرېښي چې راتلوونکي نسلونه به هم ترې مستفيد شي.
(( استاد بختاني داسې يو ميراث موږ ته پرېښی، چې د خدای په لار کې زموږ د کردار د سمې لارې رهنمود دی. په میلیونونو انسانانو ته دغه رهنمود يو عظیم میراث دی، خدای پاک دې د بختاني صاحب په حسناتو کې حساب کړي.))
نن د ادب لمر تت دی، نن د ستورو په سترګو کې ژړا ده، ډېر کلونه په کار دي، چې دا خاوره استاد بختانی پیدا کړي.لیکوال، شاعر او د ولسمشر فرهنګي سلاکار لعل پاچا ازمون
د کابل پوهنتون استاد او په علمي او ټولنيزو چارو کې د افغان ولسمشر سلاکار لعل پاچا ازمون په خواشنینۍ سره وویل چې داسې يوه هستي خاورو ته سپارل کېږي چې بيا به تر پېړیو تکرار نه شي.
((نن د عدم تشدد د فلسفې لاروی، چې په افغانستان کې له باچا خان سره ګوټ په ګوټ ګرځېدلی، هغه خاورو ته ځي، نن د ادب لمر تت دی، نن د ستورو په سترګو کې ژړا ده، ډېر کلونه په کار دي، چې دا خاوره استاد بختانی پیدا کړي.))
ارواښاد استاد عبدالله بختانی خدمتګار د ۱۳۰۴ لمريز کال د چنګاښ په لسمه نيټه د ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ بختان کلي کې زيږدلی و. د خپل ژوند په اوږدو کې يې تر سلو زیات کتابونه خپاره کړي. یو شمېر يې ناچاپه پاتې شول، له عربي او روسي ژبو يې پښتو ته کتابونه راژباړلي. نوموړي تر اوږدو کلونو د افغانستان په مطبوعاتو کې بېلابېلې دندې تر سره کړي او د ژوند تر پایه يې قلم چلولو چې د ۱۳۹۶ لمریز کال د کب په پينځمه نېټه د ۹۲ کالو په عمر، په کابل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله ومړ او د کب په شپږمه نېټه چې د ۲۰۱۸م کال د فبرورۍ له پينځه ويشتمې نېټې سره برابره وه، د ننګرهار د سررود ولسوالۍ اړوند خپلې پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو.