افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په پرانیستونکې وینا کې له طالبانو سره د سولې لپاره د افغان حکومت طرحه وړاندې کړه.
د یوه سیاسي ګوند په توګه د طالبانو منل، له طالبانو سره د سولې لپاره ملي، سیمه ایزه او نړیواله اجماع، د طالبانو له زندانیانو ازادول، ادغام مجدد او هغه طالبان چې سوله کوي د هغوی امنیت تامینول طالبانو ته د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت د طرحې مهم ټکي دي.
" د ملي یوالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي. لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپیژندل شي، د باور جوړنې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي."
نوموړی وايي:
"د ملي یووالي حکومت طالبانو ته د سولې دغه وړاندیز له کوم قید او شرط پرته وړاندې کوي، لومړی د سولې لپاره سیاسي چوکاټ وضع شي، اوربند رامنځته شي، طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژندل شي، د باور جوړونې ترتیبات ونیول شي او عادلانه او ازادو ټاکنو ته لار هواره شي."
د افغان حکومت د نوې طرحې له مخې که طالبان سولې ته حاضر شي، د قانوني چوکاټ له مخې دا ممکنه ده چې په اساسي قانون کې تعدیلات هم راوستل شي.
له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل لپاره د افغان حکومت په طرحه کې دا هم راغلي، له دغې ډلې سره په هر ځای کې د خبرو د پیل امکان شته.
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل په ناسته کې پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغان سولې له دغه وړاندیزه ملاتړ وکړي.
ولسمشر غني د کابل او اسلام اړیکو ته په اشاره وویل، افغانستان حاضر دی چې تېرې ترخې تجربې هیرې او له پاکستان سره د خبرو او اړیکو نوی باب پرانیزي.
افغان حکومت په داسې حال کې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز کوي چې یادې ډلې تل له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.
طالبانو په تېرو شاوخوا دوه اونیو کې دوه ځلې له امریکا سره د سولې پرخبرو ټینګار کړی خو تیره ورځ د افغان ولسمشر د دفتر د عامه او ستراتیژیکو اړیکو مرستیال محمد هارون چخانسوري کابل یوې خبرې ناستې ته وویل که طالبان افغانان نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي.
له دې ټولو سره سره د اندونیزیا د جمهور رئیس معاون یوسف کالا چې د کابل د پروسې په ناسته کې یې ګډون کړی و، د افغان سولې په برخه کې یې د اندونیزیا د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
کالا وویل چې اندونیزیا د افغان حکومت په غوښتنه راتلونکې میلادي میاشت کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیايي علماوو د کنفراس کوربهتوب کوي.
دی وايي:
"موږ د علماوو د کنفراس د جوړېدو په اړه د افغان حکومت له غوښتنې هرکلی کوو او اماده یو چې د دغه کنفراس کوربهتوب وکړو، اندونیزیا باور لري چې د علماوو کنفرانس په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو سره مرسته کولای شي."
طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړ څه نهدي ویلي، خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني د کابل پروسې په ناسته کې وویل چې یاده ناسته د طالبانو په ګډون د ټولو لپاره ښه فرصت دی او باید ګټه ترې پورته شي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د کابل پروسې په ناسته کې د ګډون کوونکو هېوادونو استازو ته په خطاب کې وویل چې افغانستان به د سولې د پروسې د تعقیب ترڅنګ د ترورېزم پر وړاندې جګړه هم مخ ته یوسي.
د اتمر په خبره دغه دواړه ستراتیژۍ یو بل پیاوړي کوي او د ترورېزم پر وړاندې مبارزه په دې معنا ده چې طالبان له بهرنیو جنګیالیو جدا شي.
اتمر همدا راز وویل چې افراط ګرايي د افغانستان او نړۍ لپاره یوه وژونکې حلقه ده او باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.
د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم له طالبانو سره سوله د افغانانو لپاره ښه زېری دی، خو وايي له کومه چې په افغانستان کې ګڼې وسلهوالې ډلې او استخباراتۍ کړۍ فعاله ده، نو د بشپړې سولې د ټینګښت امکان ښايي ډېر وخت ونیسي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
راپور: محمد حدیث پردېس