د پېښور مېټرو بس پروژې پر کار د خلکو شکایتونه

د یادې پروژې د پرانستلو مهال

د پېښور اوسېدونکي وايي ، د صوبايي حکومت له خوا په ښار کې پیل شوې میټرو بس پروژې د دوی ژوند سخت متاثره کړی دی.

دوی وايي، د یادې پروژې له کبله نه یوازې د لارو بندېدو په تګ راتګ کې مشکلات رامنځ ته کړي دي بلکې د دوی کاروبارونه یې هم په ټپه درولي دي.

د پېښور یو اوسېدونکي عدنان دراني د خپلو ستونزو په اړه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د دوی پر حال رحم وکړي.

ده وویل، “مخکې به یې له کوره تر کاره سفر په ۱۰ منټه کې کولو خو اوس یې له یوه نیمې تر دوو ګنټو وخت پر لار تېرېږي”.

د امان ګل په نامه یو بل کس وویل، دوی نن سبا په پېښور کې سفر کولو له ژونده تنګ کړي دي.

نوموړي وویل، “ کور مې په حیات اباد کې او دوکان مې په صدر کې دی او مخکې به مې دا سفر په نیم ساعت کې کاوی او اوس دوه ساعته وخت اخلي او بیا هم په ډېر زړه چاودون کار ته رسېږو”.

اصف یوسفزی بیا وايي، کله خو لارې داسې بندې شي چې دوی له موټره کښته شي او پر پښو د پېښور صدر ته ولاړ شي.

دی زییاتوي چې خلک کار ته ځي او ماشومان سکولونو ته ځي خو په سړکونو کې ژورو کندو او لو هلته ولاړو لویو مشینونو لارې بندې کړې دي.

امان ګل دوکاندار دی، دی وايي، یوازې د تګ راتګ مسله نه ده بلکې کاروبارونه یې هم سخت ځپل شوي دي.

د ده په وینا، د بندو لارو له کبله خلک اوس صدر ته نه ورځي او دوی چې په خوا کومه سودا کوله اوس د هغه ۱۱۰ فیصده هم نه کېږي.

اصف یوسفزي پر کاروبار د شوي اغېز په اړه وویل، “ خلک ځکه صدر ته د تګ پر ځای نورو ځایونو کې خپلې سوداوې کوي چې هم وخت وسپموي او هم ځان د ولاړ ټرېفک له ستونزو او دوړو څخه وساتي”.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی سلاکار ډاکټر امجد علي مشال راډیو ته وویل، دا د دوی لومړیتوب دی چې په پېښور کې د سفر لنډولو لپاره د چټک بس پروژه تر مې میاشتې سر ته ورسوي.

ده وویل، “دا زموږ لومړیتوب دی او ولس یې ګوري چې شپه او ورځ کار پرې روان دی او هیله من یو چې تر مې میاشتې به یې سر ته ورسوو”.

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی پرویز خټک د ۲۰۱۷م کال د اکتوبر پر ۱۹مه نېټه د دې پروژې پرانستنه کړې وه او ویلي یې وو چې په شپږو میاشتو کې به یې سر ته ورسوي.

خو تر اوسه یې څه باندې څلور میاشتې شوې دي خو کار یې لا هم د پېښور د اوسېدونکو په وینا نیم نه دی شوی.