د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د ډسپیچري په سیمه کې ځانمرکی برید درې ولسي وګړي وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي مشال راډیو ته وویل چې یاده حمله د موټر په واسطه چې له چاوېدونکو موادو ډک و رامنځته شوې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ځانمرګی برید هدف په سیمه کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ کارمندان و.
رحیمي په دغه ځانمرکی برید کې د بهرنۍ کمپنۍ کارمندانو ته د اوښتي زیان په اړه څه ونه ویل.
رحیمي زیاته کړه چې په چاودنه کې دوه موټرونه هم تخریب شوي دي.
بلخو په سیمه کې عیني شاهدانو د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دغه ځانمرګی برید کې څلور ولسي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د دغه ځانمرګی برید پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.