د ازموينې پر وخت د جهانتاب احمدي انځور څنګه تر نړيوالو ورسېدی؟

جهانتاب احمدي

پراګ - په افغانستان کې د پوهنتون د داخلې لپاره د ازموينې ورکولو پر وخت د يوې مېرمنې انځور چې ماشومه لور يې په غېږ کې ده، په نړۍ کې تر ډېره خور شوی دی. د جهانتاب احمدي انځور ښيي چې په دې هېواد کې ولس د تعليم خوا ته مخه کړې تر څو د ځان لپاره يو هوسا ژوند ومومي.

جهانتاب په يوه لاس لور کراروله او په بل لاس يې د ازموينې پرچه ډکوله

۲۵ کلنه جهانتاب احمدي د درو ماشومانو مور ده. هغې ته تر تېرې اوونۍ دا هم معلومه نه وه چې فېسبوک چيشي دی. نوموړې په دايکنډي ولايت کې د پوهنتون د داخلې لپاره په داسې حال کې ازموينه ورکوله چې په يوه لاس يې يوه وړه لور په غېږ کې نيولې وه او په بل لاس يې د امتحان پرچه ډکوله. د خوښۍ خبره خو دا ده چې هغه په دې ازموينه کې بريالۍ شوه او اوس به په پوهنتون کې د درس ويلو جوګه شي.

جهانتاب احمدي د ازموينې ورکولو پر وخت

جهانتاب د پنجشنبې په ورځ کابل ته د سفر پر مهال مشال راډيو ته وويل چې هغه هيله لري چې د افغان ولس په ځانګړې توګه د دايکنډې ولايت د ښځو په ژوند کې مثبت بدلون راشي. د هغې په وينا په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه د دې په ولايت کې ډېری ښځې نالوستي دي.

د ازموينې ورکولو پر وخت د جهانتاب انځور د يحيا عرفان په نامه يوه ښوونکی اخيستی و.

د ازموينې ورکولو پر وخت د جهانتاب احمدي انځور د يحيا عرفان په نامه يوه ښوونکی اخيستی و. يحيا عرفان وايي، کله چې د جهانتاب لور انځکی شروع کړ نو هغه له چوکۍ کښته شوه او پر ځمکه کښېناسته تر څو د خپلې لور ښه پالنه وکړي. دا شېبه او دا منظر د يحيا عرفان لپاره ډېر جالب و او نوموړي په خپل موبايل څو عکسونه واخيستل او بيا يې پر خپل فېسبوک خپاره کړل.

له دې وروسته د جهانتاب انځورونه د هغې د نامه په هېشټېګ د نړۍ په بېلا بېلو برخو کې پر فېسبوک، ټويټر او ځينو نورو ټولنيزو رسنيو خپاره شول او د هغې لپاره د مرستې يو کمپاين پېل شو تر څو په شخصي پوهنتون کې په فيس ورکولو کې له هغې سره مرسته وشي.

جهانتاب احمدي له خپلو درو اولادونو سره

د هغې د درو واړو بچيانو عمرونه تر پنځو کلونو کم دي. په پوهنتون کې د ازموينې لپاره جهانتاب، د هغې خاوند موسا محمدي او کشرې لور خضران له نيلي کلي څخه د دايکنډې ولايت مرکز ته سفر کړی و. د هغې خاوند وايي، د ښځو پر حقونو باور لري او تر خپله وسه به له خپلې مېرمنې سره د تعليم په ډګر کې مرسته کوي.