د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د افغانستان او پاکستان د عمل د ګډ پلان د سند په متن کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو ژمنې شاملې دي.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې د ولسمشر محمد اشرف غني او وزیر اعظم شاهد خاقان عباسي ترمنځ کتنه کې هوکړه وشوه چې دغه سند وروستۍ شي.
د نوموړي په خبره د پاکستان وزیر اعظم همدا راز له ښاغلي غني سره په کتنه کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او د هر راز همکارۍ ژمنه یې وکړه.
مرتضوي زیاته کړه:"د افغانستان او پاکستان د عمل پر ګډ پلان بحث وشو او هوکړه وشوه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او د ملي امنیت سلاکاران په دې سند کار پیل کړي او وروستی یې کړي.
نوموړي وايي، ولسمشر په دغه ناسته کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت به په سیمه کې د سولې لامل شي.
مرتضوي زیاتوي،پاکستاني لوري د افغان حکومت د سولې له طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل چې موږ د مرستې لپاره چمتو یو."
د نوموړي په خبره د سرحدي سرغړونې او په ځانګړي توګه د راکټي بریدونو، د سیمهییزې همکارۍ او اتصال، له منځنۍ اسیا پاکستان ته د برښنا لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې لپاره د اسنادو پر چمتو کولو هم بحث وشو.
شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې دواړه لوري افغانستان ته د کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره هم پر یوه مېکانېزم هوکړې ته ورسېدل.
د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي همدا راز وویل چې ولسمشر غني او شاهد خاقان عباسي له کوټې څخه تر کندهار او هرات پورې د ریل پټلۍ، د پېښور- جلالاباد د سړک او ریل پټلۍ او همدا راز د پېښور کابل د سړک په اړه خبرې کړي دي.
شاهد خاقان عباسي د ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.
ښاغلي عباسي کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې په جلا توګه د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره هم کتلي او پاکستان ته یې د تګ بلنه ورکړې ده.
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي، شاهد خاقان عباسي په دغه کتنه کې ویلي چې پاکستان چمتوالی لري، څو د افغان سولې لپاره زمینه برابره کړي.
د فیصل په خبره په دغه ناسته کې اجرائیه رئیس د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا پر رامنځته کېدو ټینکار کړی دی.
د ښاغلي عبدالله په باور د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا هغه مهال رامنځته کېدای شي چې په افغانستان د جګړې شدت کم شي.
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې له څو کلونو را په دې خوا د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې ترینګلي دي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو ترینګلتیا لوی لامل د افغان حکومت هغه ادعا ده چې ګواکې پاکستان د سولې په برخه کې رښتینې همکاري نه کوي.
په ورته وخت کې یو شمېر افغان کارپوهان کابل ته د پاکستان د وزیر اعظم سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره مهم بولي.
راپور: محمد حدیث پردېس