په ننګرهار کې سیکانو يا اهل هنودو د ویساک د ۳۲۰مې کلیزې د جشن په دویمه ورځ چې د جمعې له ورځې سره برابره وه، سیکانو مرکزي درمسال ته د ننګرهار لوړ پوړي چارواکي او د جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وربللي وو او خپلې خوښۍ يې ورسره شريکې کړي.
دا سریله نغمه په جلال اباد ښار کې د سيکانو له مرکزي درمسال نه اورېدل کېږي، چېرته چې پر سيکانو سربېره د ننګرهار لوړ پوړي دولتي چارواکي او د جلال اباد ښار يو شمېر اوسېدونکي ورټول شوي ول او د ویساک د ۳۲۰ م تلین نمانځنه یې کوله.
د جلال اباد ښار د سيکانو په استازولۍ جسبير سینګ مشال راډیو سره په خبرو کې وویل:
((په اوله ورځ ( پنجشنبه) موږ د سرخرود چینو ته لاړو او هلته مو د امنیت په سیوري کې د ویساک ۳۲۰ مه کلیزه ونمانځله. دویمه ورځ مو په شانداره توګه په خوشحالۍ سره د خپلو مسلمانانو ورونو او دولتي چارواکو سره يو ځای ونمانځله او سبا ته موږ يو ختم لرو چې د ویساک چشن به ورسره پای ته ورسېږي.))
د ننګرهار ولایتي شورا غړی اسرارالله مراد وویل، په تېرو کلونو کې د سيکانو شخصي جایدادونه، کورونه او ځمکې په زوره غصب شوي دی. ده د ننګرهار په چارواکو غږ وکړ چې د سيکانو غصب شوي جایدادونه له زورواکو راوګرځوي:
(( ستاسو ځمکې، جایدادونه او کورونه که د زورواکو نه غصب شوي، او یا هم په پلمه او جعلي قوالو له تاسو څخه اخیستل شوي، موږ د ولسونو په استازولۍ له تاسو سره يوو، موږ ته يې په ګوته کړئ، د وخت له حکومت سره په مشوره او کلکه غوښتنه به ترې وکړو چې ستاسو جایدادونه راوګرځوي.))
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل چې د سيکانو په جشن کې يې ګډون کړی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې د سيکانو هرې ستونزې ته به د پای ټکی ږدي:
(( د دوی ټولې هغه ستونزې او مشکلات چې که د ملکیتونو په برخه کې دي، که د دوی د مدني حقوقو په برخه کې دي، د دوی د اولادونو د تعلیم او صحت په برخه کې دي، لکه د نورو افغانانو په څېر، بلکې له هغه نه زیات به موږ هغه ته پاملرنه کوو، ځکه چې دوی زموږ د کورنۍ یوه مهمه برخه ده.))
دی وايي چې د ولسمشر په ځانګړي سپارښتنه يې د درمسال تر څنګ د لومړۍ ناحیې دولتي ودانۍ سیکانو ته سپارلې، په هندوسوزان کوڅه کې يې د دوی د ماشومانو لپاره د ځانګړي ښوونځي د جوړېدو چارې پيل کړي او په پام کې لري چې په سرخرود کې د دوی د مقدسو چينو شاوخوا ځمکه همدوی ته په اوږد مهاله قرارداد په اجاره ورکړي.