افضل خان: چیف جسټس د ارمي سکول پېښې څېړلو باور راکړ

پېښور ارمي پبلیک سکول کې د وژل شویو ماشومانو تصویر

د پېښور ارمي پبلیک سکول د وژل شویو ماشومانو میندو او پلرونو د زیارت په ورځ په پېښور کې د پاکستان سپریم کورټ له چیف جسټس ثاقب نثار سره لیدلي دي او له هغه يې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې ده.

د ۲۰۱۴ز کال پر ۱۶م دسمبر په پېښه کې د وکیل افضل خان اېډوکېټ یو زوی هم وژل شوی وو. نوموړي د مشال راډيو له خبریال شاهین بونېري سره په خبرو کې وویل، د دوی پلاوی په پېښور کې د دې لپاره له چیف جسټس سره ولیدل چې عدالت یې ولې د وژل شویو ماشومانو پېښه هېره کړې ده؟

نوموړی زیاتوي چې چیف جسټس ثاقب نثار ته یې وویل چې تاسو له کسته پېښه هېره کړې ده که څنګه؟ نو د نثار صاحب ځواب دا وو چې پېښور ته د ورتلو مهال له تاسو (ارمي پبلیک سکول متاثرینو) سره یې د لیدو هېڅ اجنډا نه وه او نه ډېر خبر دی.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ترهګرۍ ځپلی د پېښور کنډکپر ښوونځی

وکیل افضل خان وايي چې د سپریم کورټ چیف جسټس پر هغه وخت د خیبر پښتونخوا چیف سېکرېټري اعظم خان ته وویل چې د دوی دا غوښتنې ولې نه دي پوره شوې او د دوی غوښتنه څه ده؟ نو اعظم خان هغه په ځواب کې ورته وویل چې د دوی یوه لویه غوښتنه د ارمي پبلیک سکول پېښې پلټنو لپاره د یوه عدالتي کمېشن ګمارنه ده. چیف جسټس وپوښتل چې کمېشن ولې نه دی ټاکل شوی؟ په ځواب کې چیف سېکرېټري ور ته وویل چې د کمېشن جوړولو غوښتنه د دوی له واکه بره او بالا غوښتنه ده نو دغه وخت بیا چیف جسټس د ارمي پبلیک سکول متاثرینو ته وویل چې ده ته یوه اوونۍ وخت ورکړئ. دی به له صوبايي حکومت او نورو متعلقه ادارو سره خبرې وکړي او ستاسو دغه مسله به اوري او هواروي به یې.

د مشال راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې د عدالتي کمیشن ګمارلو واک او اختیا له چا سره وي نو وکیل افضل خان یې په ځواب کې وویل چې د دې اختیا له صوبايي او وفاقي حکومتونو سره وي خو له بده مرغه چې دغه سکول د پاکستان امنیتي ادارې (پوځ) سره دی او پوځ تر وفاقي حکومت لاندې راځي نو صوبايي حکومت وايي چې عدالتي کمېشن د دوی د وس کار نه دی او باید چې وفاقي حکومت یې وګماري.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ارمي سکول د وژل شوو ماشومانو کورنیو عدالتي کمېشن غوښتني

وکیل افضل خان وویل چې صوبايي حکومت ته د ارمي پبلیک سکول د متاثرینو دلیل دا دی چې سکول په صوبه کې دی، پېښه په صوبه کې شوې ده، ماشومان د صوبې وژل شوي دي نو کمېشن دې هم صوبايي حکومت وټاکي خو له بده مرغه نه صوبايي حکومت نه سپریم کورټ په دې اړه څه ګام اخلي. سپریم کورټ په وړو وړو کیسو له خپلې مخې ګام (سوموټو اکشن) اخلي خو د ارمي پبلیک سکول پر پېښه غلي دي.

یاده دې وي چې د ۲۰۱۴ز کال په ۱۶م دسمبر د پېښور ارمي پبلیک کې د وسله والو په برید کې ۱۴۸ تنه وژل شوي ول چې ډېری یې د ښوونځي زده کوونکي ول. په هغه پېښه کې تر ۱۲۲ زیات ژوبل شوي ول.

طلال چوهدري: پر احسان الله احسان به په پوځي عدالت کې مقدمه چلوو