پراګ - د کابل د دوشنبې د ورځې په ځانمرګو بریدونو کې د ازادۍ راډیو دوه خبریالان عباد الله حنانزی او سباوون کاکړ وژل شوي.
کاکړ په ژوبل حالت کې په روغتون کې وو چې وروسته یې سا ورکړه.
محرم درانۍ نوې استختدام شوې وه او په رسمي ډول به یې د مې له ۱۵مې له ازادۍ راډیو سره کار پیلاوه.
د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې ځانمرګو حملو کې ۲۹ تنه وژل شوي او له ۴۵ زیات ټپيان دي.
چارواکي وايي، د دوشنبې پر سهار لومړی برید په نهمه امنیتي حوزه کې وشو. لږه شېبه وروسته بله حمله هم وشوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډيو ته وویل چې دویم ځانمرګي بریدګر د خبریالانو په جامه کې وو چې ویډیو کیمره هم ورسره وه، د خبریالانو او مرسته کوونکو ډلې په منځ کې ځانته چاودنه ورکړې ده.
د افغانستان د خبریالانو خوندیتوب اداره وايي، په بریدونو کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۰ ته ورسېد.
اژانس فرانس پرېس وايي، د دوی یو عکاس شاه مری فیضي هم په وژل شویو کې شامل دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په شش درک کې حملې غندلې او په یوه خبرپاڼه کې یې لیکلي چې پر خبریالانو او نورو ملکي وګړو حملې وحشیانه، غیر انساني او غیر قانوني کار دی.
کمېسيون پر هغو ډلو چې پر بې ګناه وګړو خونړۍ حملې کوي، غږ کړی چې له داسې جنایتونو لاس واخلي او د بشري حقونو اصولو ته درناوی وکړي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی وايي چې په کابل کې په چاودنو کې د بېلا بېلو رسنیو خبریالان وژل شوي.
د دې ادارې مشر مجیب خلوتګر مشال راډیو ته وویل دا حملې د افغانستان د خلکو او د افغانستان د ازادۍ د دښمنانو کار بللی او غندلی یې دی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې حملې وغندلې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني یوه کمیسون ته سپارښتنه کړې چې د زخمیانو څارنې ته پام وکړي.
داعش وسله والې ډلې د حملو ذمه واري منلې.