لغمان کې سږکال بادرنګو ښه حاصل ورکړی

د افغانستان په لغمان ولایت کې سږکال بادرنګو ښه حاصلات ورکړی چې بزګرانو يې د مارکېټ او سړو خونو له نیشتوالي شکایت کوي، خو د لغمان چارواکي وايي چې دوی د سړو خونو پر ځای په لغمان کې حلقوي سرکونو جوړوي چې له امله به يې د کروندګرو حاصلات پر وخت مارکېټ ته رسول کېږي.

د افغانستان لغمان یو زراعتي ولایت دی چې حاصلات يې پر ننګرهار سربېره کابل او يو شمېر نورو ولایتونو ته هم وړل کېږي.

سږکال په کې د نورو کلونو پر تله بادرنګو ښه حاصلات کړي، خو ګروندګر يې له دولت نه غواړي چې په لغمان کې ورته سړې خونې او د سبزیجاتو لوی مارکېټ جوړ کړی شي. دوه تنو کروندګرو مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:

"پاینده ګل نومېږم، د لغمان ولایت د کله کوټ د کلي اوسېدونکي يم، يو جريب ځمکه باندې مې بادرنګ کرلي، نیم جريب جريب باندې ټينډۍ او په نيم جریب مې رومیان کرلي دي، حاصلات يې ښه دي خو پوخ بازار نه لري، ولایت ته يې وړو او په مختلفو طریقو يې خرڅوو. موږ د دولت نه غواړي چې سړي خونې او مارکېټ راته جوړ کړي. د حاصلاتو نه خوشاله یم، شپه او ورځ چې تېرېږي، له ګدايي نه ښه دی."


"نوم مې فولاد دی، په يوه جريب ځمکه مې بادرنګ کرلي، دوه ورځ پس يې ټولوو، سل یو نيم سل خلتې بدرنګ ورکوي، بازار يې ښه دی سل یو سل شل روپۍ باندې پاکټ خرڅېږي، خو په لغمان کې زموږ د حاصلاتو لپاره لوی مارکېټ او سړې خونې نشته."

​د لغمان ولایت د قرغيو ولسوالۍاړوند په سرکاري سرک ځای پر ځای د بادرنګو د خرڅلاو لپاره چوپالونه جوړ شوي، يو تن ځايي اوسېدونکي وايي چې له پټيو بادرنګ اخلي او په لارويانو يې پلوري:

" زه شمس الله خان نومېږم، د سرک په سر مې بادرنګ اچولي، په پټي کې يې اخلم او د سرک په سر يې خرڅوم، يوه مړۍ ډوډۍ په کې خدای راکوي."

يو تن لاروی چې د بادرنګو پاکټونه يې مخته پراته وو، وايي چې د کور لپاره يې په ارزانه بيه بادرنګ اخيستي او غواړي چې د خپل کلي دوکاندار ته يې هم د خرڅلاو لپاره يوسې:

"زما نوم مالیار دی شینواری دی، زه خپله د موټرو کاروبار کوم، دا بادرنګ د دې ځای مېوه ده، خوښه مو شوه له ځانه سره يې وړو، هلته په دوه دوه نيم سوه روپۍ من دي او دلته په یو نیم سل روپۍ دي، ښه تازه بادرنګ دي. دوه پآکټه مې کور ته واخيستل او غواړم چې يو پاکټه د کلي دوکاندار ته يوسم چې هغه په کې يو څه وګټي."

د کروندګرو د سړو خونو او مارکېټ د نیشتوالي ستونزه مو د لغمان له والي محمد اصف ننګ سره شريکه کړه، هغه په ځواب کې وویل:

"سبزي ژر له منځه ځي، دا باید چابک مارکېټ ته ورسول شي. نو د سړو خونې پر ځای چې سبزي مارکېټ ته ورسول شي، دا يې ښه لاره ده. د دهقان پیسې باید معطل نه شي، او سړې خونې يې پيسې دوه درې مياشتې معطلوي، تر دې ګټور اقدامات هم موږ کولای شوو، مثلاً زه اوس په حلقوي سرکونو کار کوم، چې په جوړېدو سره به يې بزګر وتوانېږي چې پر وخت خپل حاصلات مارکېټ ته ورسوي."

دی زیاتوي چې افغان دولت په پام کې لري چې په لغمان کې د ختېځ زون په کچه ملکي هوايي ډګر جوړ کړي، چې له امله به يې د لغمان سبريجات نړیوالې بازارونو ته هم ولېږدول شي.