د خېبر پښتونخوا حکومت وايي د پېښور بې ار ټي پروژه به د جون پر ۱۵مه پرانستل شي.
د صوبې د وزيراعلی وياند او د صوبايي اسمبلۍ غړي شوکت يوسفزي مشال راډيو ته وويل چې دا يوه لويه پروژه ده ځکه د ځنډ ښکار شوې ده خو اوس پرې کار ډېر په چتکۍ روان دی او تمه ده چې د جون په مياشت کې به پرانستل شي.
د شوکت یوسفزي په خبره د پېښور له څوکنو تر حيات اباده به کرايه ۵۰ روپۍ وي.
له نوموړي سره د مشال راډیو خبریال ګل اياز مرکه کړې ده چې تاسو یې په لاندېني لینک کې اورېدلای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.