کابو یوه نیمه میاشت وړاندې چې له هلمند ولایته تر کابله يو شمېر ځوانانو د سولې غوښتنې په تړاو پلی حرکت پیل کړی و، د دوشنبې په ورځ کابل ته ورسېدل چې له ګڼو ولایتونو څخه ورته ټولنیز فعالان هر کلي ته راغلي ول.
د سولې لپاره دا ولسي پلي حرکت کابو ۳۸ ورځې وړاندې له هلمنده پیل شوی و، د دوشنبې په ورځ کابل ته راورسېدل چې ګڼو ټولنېزو فعالانو ورته هرکلي ووايه.
د سولې غوښتنې يو تن ځوان چې معذوره هم و او له هلمنده تر کابله د ډانګرو یا لنګړیو په واسطه راغلی و، مشال راډيو سره په خبرو کې وویل:
(( نوم مې سردار محمد سروري دی. له دې ولسي حرکت سره مې پلي حرکت له هلمنده پیل کړی و او نن کابل ته راورسېدو. له هلمنده تر کابله لاره ډېره زیاته نا امنه ده، زموږ توکل په خدای تعالی و، د ولس لپاره سوله او خیر غوښتل زموږ هدف دی.))
یو بل تن چې د سولې غوښتنې له کاروان سره په کابل کې يو ځای شوی و او تر کابله يې پلی مزل وهلی و، وايي چې په لاره کې يې ډېر زحمتونه لیدلي خو زیاتوي چې تر هغې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي، څو پورې چې هېواد کې سوله نه وي تامین شوي:
(( محمد موسی ازاد یم، له کندهاره له دې ولسي حرکت سره يو ځای شوی یم. په لاره مو ځینې زحمتونه له د پښو تڼاکې او ستړیاوې وګاللې خو بیا هم چې په لاره مو د خلکو اوښکې، هرکلی او احساسات چې لیدل، موږ ته يې قوت راکولو چې مخته ولاړ شوو. زموږ هدف دا دی چې په افغانستان کې سوله راولو، په دې برخه کې چې کوم زحمتونو موږ ګاللي دي، هغه ډېر کم دي، کوشش به مو دا وي چې په ځانونو نور زحمتونه هم ومنو، تر څو په جنګ کې دواړه ښکېلې خواوې سولې ته غاړه کېږدي.))
د سولې غوښتنې د دې کاروان استقبال ته له بېلابېلو ولایتونو څخه ټولنیز فعالان کابل ته ورغلي ول.
يو ته چې له خوسته راغلی و، مشال راډيو سره خپل احساسات څه دا رنګه شريک کړل.
(( ډاکټر مجیب مندوزی یم، له خوسته راغلی یم. دې خلکو دېره زیاته خواري کړي چې له هلمنده يې تر کابله پورې اوه سوه کیلو میتره مزل کړی او نن کابل ته راورسېدل. خدای دې وکړي چې له دوی سره نور خلک هم يو ځای شي، نورو ولایتونو ته هم دغه شان پلي سفر وکړي او په هېواد کې تلپاتې سوله تامین شي.))
د سولې غوښتنې د کاروان منتظمین وايي چې دوی د سولې لپاره دا حرکت له هلمنده اتو تنو پیل کړی چې په کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو کې ورسره نور ملګري هم يو ځای شول او تر کابله يې شمېر تر دوه سوو تنو ورسېده.
دوی وايي چې د دې سخت مزل هدف يې په هېواد کې د سولې او اوربند ټينګښت دی او په جنګ کې له ښکېلو خواوو غواړي چې غوښتنې ته يې مثبت ځواب ووايي.