جلال اباد ـ په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د دغه ولایت له والي حیات الله حیات سره په یوه ګډ خبرې کنفرانس کې وویل چې دوی به په افغانستان کې د داعش ډله ډله وځپي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پروسې حمایت به کوي او په افغانستان کې به پارلماني ټاکنو ته زمینه برابروي.
دواړو مشرانو د يوې خصوصي ناستې وروسته د یکشنبې په ورځ په د افغان سولې او پارلماني ټاکنو په اړه ګډ خبري کنفرانس ورکړ.
په دغه خبرې ناسته کې د ننګرهار والي حیات الله حیات وویل، جنرال نیکولسن ورته ډاډ ورکړی چې په ننګرهار کې به د داعش فعالیتونه شنډوي، د دولت او د طالبانو تر منځ د سولې د پروسې حمایت به کوي او پر وخت او د شفافو ټاکڼو تر سره کولو ته به زمینه برابروي:
((په ننګرهار کې د داعش په ځپلو کې او همدا رنګه له طالبانو سره د سولې اوربند د پروسې په اړه او په افغانستان کې د شفافو او عادلانه ټاکنو په مورد کې موږ په تفصیل خبرې وکړې او دوی موږ سره د خپل ملاتړ ژمنه وکړه.))
په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قوماندان جنرال نیکولسن وویل چې ولسمشر غني طالبانو ته پر ځای وړانديز کړی، په کار ده چې له دغه چانس نه ګټه واخلي او سولې ته غاړه کېږدي:
((وروسته له هغې چې ولسمشر غني يو طرفه اوربند اعلان کړ، نړیوالې ټولنې ترې حمایت وکړ، دا د سولې پر لور یو مثبت قدم دی چې اخیستل کېږي. د افغانستان د سولې راوستو په اړه يوه نړیواله اجماع شته. په جولای میاشت کې په سعودي عربستان کې د افغان سولې په تړاو يوه غونډه جوړېدونکي ده. په اروپا کې د ناټو غړي هېوادونه هم سره راټولېږي چې د افغانستان د سولې موضوع باندې به په کې بحث وشي. د نړۍ د بېلابېلو اسلامې هېوادونو دیني عالمانو د افغان سولې په تړاو غونډه وکړه. د کعبې امام د افغانستان جګړه ناروا وبلله، تمه ده چې پاکستان هم د افغان سولې په راوستو کې خپل ټول امکانات په کار واچوي. په طالبانو فشار راوړي چې سولې ته غاړه کېږدي))
جنرال نیکولسن زیاته کړه چې افغان دولت وسله والو طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی، یو طرفه اوربند يې اعلان کړی چې د بهرنيو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت يې حمایت کوي، خو په افغانستان کې نورې جنګېدونکي نورې ډلې له له اوربند نه مستثنی دي، د هغوی پناګاه وې به په نښه کېږي او له منځه به وړل کېږي. او په افغانستان کې د شفافو پارلماني ټاکنو لپاره زمینه برابروي.