پراګ - افغان چارواکي وايي، په کندوز کې یې د وسله والو طالبانو ډله ییز بریدونه په شا تمبولي او د جمعې پر سهار (جولای ۱۳) نښته پای ته رسېدلې ده.
هلته رویټرز خبري اژانس د جولای د ۱۲مې پر مازیګر رپورټ ورکړ چې د ولایت په دشت ارچي کې د وسله والو په بریدونو کې ۲۹ سرتېري وژل شوي دي.
خو افغان چارواکي وايي، په دې حملو کې ۲۵ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او د وژل شویو او ژوبلو سرتېرو کره شمېر یې نه دی ورکړی.
د کندوز ځايي چارواکو د جمعې پر سهار له مشال راډيو سره په خبرو کې ومنله چې د حکومت وسله والو مخالفینو د دشت ارچي ولسوالۍ پر پل مومن او قرليق کلیو ډله ییزې حملې پيل کړې او نښتې تر د جولای ۱۳مې تر سهاره روانې وې.
د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري وويل، نوي افغان امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلي دي.
ده زیاته کړه:
"افغان امنیتي ځواکونو حمله په شا تمبولې ده او جګړه پای ته رسېدلې، د دې حملې په نتيجه کې د حکومت ۵۰ مخالفین وژل شوي او له بده مرغه ۲۵ افغان امنيتي ځواکونه هم وژل شوي او ټپيان دي."
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په نورو برخو کې لسګونو سخت دريځي په هوايي حملو کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د دې حملو په اړه لا څه نه دي ویلي.