افغانستان کې د چېک جمهوریت درې سرتېري وژل شوي دي

چېکي سرتېري له باګرام پوځي اډې سره نېږدې د شپې مهال ګزمې په حالت کې (د ۲۰۱۴ز کال انځور)

پراګ - په افغانستان کې د امريکا پوځ د اګست پر پنځمه ویلي چې په یوه ځانمرګي برید کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموريت درې غړي وژل شوي دي.

په بيان کې ويل شوي چې وژل شوي کسان له افغان ځواکونو سره د ګزمې پر مهال په ځانمرګې حمله کې په نښه شول.

امریکايي پوځ د وژل شویو هویت نه دی ښودلی خو د چېک جمهوریت پوځ ویلي دي چې وژل شوي د هغه هېواد ول.

د پروان د والي وياندې واحدې شهکار ويلي چې بريد د خالازۍ په سيمه کې شوی دی.

د پېښې تحقيقات پيل شوي چې ذمه واري يې طالبانو منلې ده.

د چېک جمهوریت پوځ ویلي دي چې حمله د اګست پر پینځمه، د افغانستان له وخت سره سم، د سهار پر درو بجو او ۵۰ منټو په پروان ولایت کې له باګرام پوځي اډې سره نېږدې شوې.

چېکي پوځ هم د وژل شویو نومونه نه دي ښودلي.

د هغه هېواد د دفاع وزیر لوبومیر مېتنار پر پېښه خپګان ښودلی دی.

د چېک حکومت یو پلان منظور کړی دی چې ورسره سم به تر ۲۰۲۰ز کاله په افغانستان کې شاوخوا ۳۹۰ سرتېري ځای پر ځای کوي.

اوسمهال ۲۳۰ چېکي سرتېري په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ په ماموریت کې دنده تر سره کوي.

د ماموریت امریکايي مشر جنرال جان نېکلسن ویلي دي د دې سرتېرو قرباني نه هېروي او دا ډول بریدونه یې هوډ لا پیاوړی کوي.

د چېک جمهوریت ولسمشر مېلوش زېمان په یوه بیان کې د سرتېرو پر وژنه د خپګان ښودنه کړې ده او ویلي یې دي چې دا ډول حملې یې د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کې هوډ نشي کمزوری کولای.

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د اګست پر پینځمه پر ټوېټر په یوه بیان کې د چېکیو سرتېرو پر مړینه د خپګان له څرګندولو سره د افغانستان د ثبات لپاره د دوامداره کار جاري ساتلو ژمنه کړې.

ناټو د ۲۰۱۴ز کال په پای کې کې د افغانستان لپاره خپل جنګي ماموريت ختم کړ خو په زرګونه عسکر يې اوس هم د افغان ځواکونو مرسته او روزنه کوي او ترهګرۍ ضد عملياتو کې برخه اخلي.

دا مهال په افغانستان کې د ناټو شاوخوا ۱۶ زره سرتېري ځای پر ځای دي چې پکې اکثریت یې د امریکايانو دی.