امن کمېټیانې نه جوړوو، امنیت ساتل زموږ دنده نه ده. مسید احتجاجیان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جنوبي وزیرستان لسګونه اوسېدونکو د امن کمېټیو جوړولو پر ضد په ټانک کې د سیمې د انتظامیې دفتر مخې ته مظاهره کړې ده.   د چارشنبې مظاهرې ګډونوالو د انتظامیې خلاف نعرې ووهلې او د ټانک – واڼه سړک یې تړلی وو. د مسید اصلاحي تحریک مشر شېرپاو مسید مشال راډیو ته وویل، انتظامیې او ملېشې ور ته ویلي دي چې د امن کمېټیو په جوړولو دې د سیمې امنیت وساتي چې دوی یې نه مني. ​د جنوبي وزیرستان انتظامیې او ملېشې د دې احتجاج په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې ټینګار کړی چې د سیمې د امنیت هڅې کوي.