د افغانستان د خپلواکۍ د نهه نوي يمې کلېزې په مناسب په جلال اباد کې ګندهارا ټولنیز مرکز د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د ژوند، اند او سياست په اړه علمي لکچر او بحث تر سره کړ چې ویناوالو په کې د غازي امان الله خان د ژوند له پيله تر واکمنۍ پورې ټول اړخونه څېړلي وو.
د افغانستان د خپلواکۍ د اتل غازي امان الله خان د ژوند، اند او سياست په اړه دا بحث په جلال اباد کې د سپين غر د غونډو په تالار کې د پنجشنبې په ماسپښين تر سره شو چې په لسګونه ځوانانو په کې برخه اخيستې وه او بېلابېلو لیکوالو په کې مقالې او ویناوې واورولې.
استاد اکبر شېر د شاه امان الله په حب الوطنۍ او مترقي افکارو لکچر وړاندې کړ چې په یوه برخه کې يې راغلي ول:
(( کله چې غازي امان الله خان واک ته رسېږي، دا نو د شلمې پېړۍ پیل دی. په جاپان کې پوځي حکومت راځي او د پراختیا غوښتنې سیاست کوي. چين کې د سنیاسن کورنۍ واک ته رسېږي چې د چين امپراطوري په جهموریت اړوي. په هند کې د عدم تشدد غورځنګ ډېر په سرعت سره روان دی. په اسلامي نړۍ کې عثماني خلافت د نړېدو په حالت کې دی او خپلې وروستۍ ساګانې وباسي. دا او دې ورته نور بدلونونه د دې سبب شول چې د غازي امان الله پّ شخصیت، اند او تفکر کې لوی تاثیر ولري.))
برېښنا ساپۍ بیا د غازي امان الله د واکمنۍ په دور کې د ښځو پر ونډه او رول مقاله لیکلې وه چې په يوه برخه کې يې ويلي ول:
(( غازي امان الله خان د خپل پلار امير حبیب الله خان خلاف د حرم سرا قانون باطل اعلان کړ او هغه ښځې چې امير حبیب الله خان په يوه مکان کې راټولې کړې وې، ازادې کړې. د اماني دورې د څرګنده مشخصاتو څخه د ښځو ژوند، حقونو او روا اساسي ازاديو ته پاملرنه، چې بېلګې يې د ښځو د قوانینو تذوير، ا نجونو لپاره د ښوونځيو تاسسول او د ښځو لپاره د يوې ځانګړې مجلې رامنځته کول وو.))
استاد نعمان دوست د غازي امان الله خان د واکمنۍ د زوال په لاملونو مفصله وینا واوروله. نوموړي يو ځای وویل چې د نورو بهرنيو او کورنيو لاملونو تر څنګ د یوې وروسته پاتې ټولنې لپاره د پرمختګ چټکه اجنډا هم د دې سبب شوه چې د شاه امان الله واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي:
(( د غازي امان الله خسر محمود طرزي چې دی پرې ډېر اعتماد لري، له يوې غربي رسنۍ سره په مرکه کې وايي چې، امان الله خان د افغانستان لپاره يوه ډېره ښایسته ودانۍ جوړه کړه خو تهداب نه لري، یوه خښته چې ترې لیرې شي، ټوله نړېږي. همداسې وشول هم. ګله چې ترکیه ته ځي او اتاترک سره خبرې کوي، هغه ورته وايي چې، د افغانستان لپاره ستا برنامې دېرې عالي دي، خو ستا ملت ډېر وروسته پاتې دی. لطفاً ورو ولاړ شه. غازي ورسره دا خبره منلې وه، خو دا داسې وخت و چې اوبه له ورخه تېرې وې.))
استاد شیرعلم امله وال د شاه امان الله په بهرني سیاست وینا وکړه چې د ګډونوالو د پام وړ وګرځېده.
د یادولو ده چې د زمري اته ویشتمه چې د اګست له نولسمې نېټې سره برابره ده، د افغانستان د خپلواکۍ نهه نوي یمه کليزهبه په سرکاري او ولسي کچه ونمانځل شي.