اسلام اباد او پراګ - پاکستان، امریکا او ناټو د افغان ولسمشر له لوري په لوی اختر کې د اوربند د مشروط اعلان هرکلی کړی دی.
افغان ولسمشر اشرف غني د اګست پر ۱۹مه د هېواد د خپلواکۍ بیا اخیستو ۹۹مې کلیزې په مناسبت په وینا کې وویل، د اګست له ۲۰مې څخه تر میلاد نبوي پورې له طالبانو سره درې میاشتنی اوربند اعلانوي.
ده د کابل په دارلامان ماڼۍ کې په وینا کې وویل:
"یو ځل بیا سر له دوشنبې چې د عرفې ورځ ده، د میلاد نبي تر ورځې [یعنې د ربیع الاول ۱۲مه] په دې شرط چې طالبان هم په دې ښو ورځو کې اوربند اعلان او رعایت کړي او یا تر هر وخته چې طالبان پرې متحد وي، اوربند اعلانوم."
غني وویل، نړیوالې ټولنې، اسلامي هېوادونو، سازمانونو او افغانانو په کوچني اختر کې د ده د اوربند تود هرکلی کړی وو نو ځکه بیا اوربند کوي.
خو د افغان حکومت اوسنی اوربند یوازې تر طالبانو محدود دی او د تېر په څېر، اسلامي دولت او نورې وسله والې ډلې پکې شاملې نه دي، بلکې د هغوی پر ضد به عملیات روان وي.
اشرف غني دا اعلان پر داسې مهال کړی دی چې په وروستیو کې په هېواد کې لوی بریدونه شوي. وسله والو طالبانو تېره اوونۍ پر غزني برید وکړ چې له کبله یې په ښار کې تر شاوخوا یوې اوونۍ جګړه روانه وه.
تر دې اعلان وروسته، د اګست د ۱۹مې پر ماښام د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل، د افغانستان د خپلواکۍ بېرته اخیستو پر ورځ دا اعلان د اوربند ارزښت لا زیاتوي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو ټولو اقداماتو ملاتړ کوي چې ورسره یې په افغانستان کې تلپاتې امن باوري کېدای شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې مشخصاً د طالبانو نوم نه دی یاد شوی خو زیاتوي چې د افغانستان په جګړه کې ښکېلې ټولې خواوې دې اوربند وکړي.
په پېښور کې خبریال او د سیاسي چارو شنونکی شمیم شاهد وايي، د دې لامل دا دی چې طالبانو لا د اوربند ملاتړ نه دی کړی او خپله یې هم ورته اعلان نه دی کړی نو ځکه یې اسلام اباد نوم وانخیست.
هلته د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي، اسلام اباد ته په کار دي چې د افغانستان د امن لپاره کار وکړي.
اخوا امریکا او ناټو هم د افغان حکومت له لوري د اوربند اعلان ستایلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو په یوه بیان کې ویلي چې تېر اوربند د جنګ د پای ته رسولو لپاره د افغانانو لېوالتیا په ډاګه کړه او هیله ده چې دا وار اوربند دا هېواد د یوه با ثباته امنیت خوا ته نږدې کړي.
د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د افغان ولسمشر لهخوا د اوربند له اعلان هرکلی کړی او له طالبانو یې غوښتي چې افغانانو ته په درناوي اوربند مراعات کړي.
افغان ولسمشر اشرف غني د ۲۰۱۸ز کال په کوچني اختر کې پینځه ورځنی او طالبانو بیا درې ورځنی اوربند اعلان کړی وو.