چارواکي وايي په افغانستان کې یې د داعش ډلې مشر وژلی

کابل - د ننګرهار ولایتي چارواکي د اګست پر ۲۵مه شپې مهال د خوږیاڼیو ولسوالۍ په ځنګل کلي سیمه کې په افغانستان کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې د مشر سعد ارهابي وژنې دعوه کوي.

د ولایت ویاند عطالله خوږياڼي د اګست پر ۲۶مه وویل، د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دا مشر په هوایي بریدونو کې له ۱۰ نورو ملګرو سره یو ځای وژل شوی دی.

دی وايي، په دې هوایي بریدونو کې د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې دوه مرکزونه او په زیاته اندازه مهمات هم تباه شوي.

خوږیاڼی زیاتوي چې دا بمبارۍ د ملي امنیت د ریاست د کره معلوماتو پر اساس شوې دي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ننګرهار د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې سعد ارهابي د اورکزیو اوسېدونکی وو چې د حسیب لوګري تر وژل کېدو وروسته د داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې مشر شوی وو.