افغان او امریکايي چارواکو په افغانستان کې د داعش د مشر وژنه تایید کړې

یو افغان سرتېری په اچین کې پر پوستې ولاړ دی. دا یو له هغو ولسوالۍ ده چې پکې داعش فعالیت درلود

پراګ - افغان چارواکي او په هغه هېواد کې امریکايي پوځ د اګست پر ۲۵مې شپې مهال په هوايي برید کې، په افغانستان کې د داعش ډلې د مشر ابو سعد ارهابي وژنه تایید کړې.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي پر ټوېټر لیکلي چې د ارهابي وژنه د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې د حکومت قاطعیت په ډاګه کوي.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند ډګرمن مارټین اوډونېل هم ځېنو رسنیو ته تایید کړې چې د داعش (خراسان) ډلې مشر سعد ارهابي د امریکايي پوځ په هوايي برید کې وژل شوی.

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات د اګست پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، ارهابي د بهرنیو ځواکونو د هغه هوايي برید هدف ګرځېدلی چې د افغانستان د ملي امنیت په همغږۍ او همکارۍ وشو.

د اګست پر ۲۶مه د ننګرهار ځېنو نورو چارواکو هم ویلي ول چې په خوږیاڼیو ولسوالۍ کې په شوې بمبارۍ کې د ارهابي ۱۰ نور ملګري هم وژل شوي.

حیات وایي، د ارهابي وژل کېدل د داعش ډلې فعالیتونه کمزوري کوي.

د ننګرهار والي حیات الله حیات

دی زیاتوي: "سعد ارهابي په افغانستان کې د داعش څلورم مشر وو چې په‎ دې عملیاتو کې دی له‌ منځه لاړ. د ارهابي تر څنګ په تېرو دوو میاشتو کې د داعش څه باندې ۲۰۰ مسوولین او [وسله وال] په بېلابېلو سیمو، په ځانګړې توګه، هسکه مېنه، ګورګورۍ او د سپین‎ غره په لمنه کې له‎ منځه تللي دي. زه ډاډه یم چې د دوی د مشرانو له ‎منځه وړل به په افغانستان کې د داعش ډلې په فعالیتونو باندې ژور تاثیر ولري."

ننګرهار په افغانستان کې د داعش له تر ټولو فعالو مرکزونو شمېرل کېږي چې د والي په خبره، افغان ځواکونه پکې د داعش ډلې او نورو ټولو مخالفو وسله‎ والو ختمولو ته ژمن دي.

د افغان ولسمشر د ویاند مرستیال مرتضوي وايي، داعش په افغانستان کې سخته ماته خوړلې ده.

څېړونکی او لیکوال حکمت‌ الله اعظمي سعد ارهابي د داعش په رهبرۍ کې خورا مهم کس بولي.

دی وايي، د داعش (خراسان) د لومړني امیر حافظ سعید د خوريي ابو سعد ارهابي وژنه بېتاثیره نه‎ ده، خو داعش د تلفاتو په نسبت د استخدام پروسه ډېره چټکه پر مخ وړي.

څېړونکی او لیکوال حکمت‌ الله اعظمي

اعظمي زیاتوي: "د داعش تلفات ډېر زیات وو. یو وخت چې ما تحقیق کاوه په میاشت کې ۱۸۰ کسان د دوی وژل کېدل. د دوی [وسله وال]، منځني سطحې قوماندانان او رهبران وژل کېدل. د بمونو د مور په برید کې د دوی ګڼ رهبران ووژل شول، خو متاسفانه د دوی د تلفاتو په نسبت د دوی د استخدام پروسه ډېره چټکه او زیاته ده او همدا یې یوازنی علت دی چې داعش تر اوسه پورې هم له ‎منځه نه ‎دی تللی."

راپور: صفي‎الله ستانکزی​