د امریکا د دفاع وزیر جیمز مېټیس د سپټمبر پر اوومه په یو ناڅاپي سفر کابل ته را رسېدلی او ټاکل شوې چې دغلته له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ناټو له نوي قوماندان سره وګوري.
راپورونه وايي چې نوموړی به له طالبانو سره د خبرو په اړه له افغان چارواکو سره بحثونه وکړي.
د امریکا متحده ایالاتو یو کال مخکې د افغانستان په اړه یوه داسې ستراتیژي خپله کړه چې له مخې یې پر وسله والو طالبانو د بریدونو پر زیاتولو او افغانستان ته د نورو امریکايي سرتېرو په استولو فشار راوړل کېږي، څو د سولې خبرو ته غاړه کېږدي.
خو دې ستراتیژۍ تر اوسه پورې خبرو ته د وسله والو په چمتو کولو کې د پام وړ پرمختګ نه دی کړی.
د امریکا له دفاع وزیر سره په دې سفر کې د ناټو د لوی درستیزانو د کمېټې مشر جنرال جوزیف دانفورډ ملګری دی.
مېټیس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې د سپټمبر په دوهمه دغلته نوي امریکايي قوماندان جنرال سکاټ میلر ته په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ د ماموریت قومانده وسپارل شوه.
دا هم وګورئ: ماتیس: د افغانستان په جګړه کې به شخصي ځواکونه رول ونلري دا هم وګورئ: مېټیس: د طالبانو له لوري د خبرو لېوالتیا ښکاري