کابل ـ د کابل امنیه قومانداني وايي د سېپټېمبر نهمې په ځانمرګې حمله کې اووه تنه وژل شوي او۲۰ تنه ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي مشال راډیو ته وویل چې وژل شوي او ټپيان د شهید اوونۍ لمانځلو کاروان غړي دي.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ویلي وو چې په دې حمله کې دوه تنه وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې برید د کابل ښار په څلورمه حوزه کې شوی دی.
چارواکي وايي ځانمرګې حمله ماسپښین مهال په دوه نیمو بجو د یو موټر سایکل په وسیله د سلیم کاروان او د تایمني د زړې پروژې ترمنځ سیمه کې شوې ده.
د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې.