له خېبره تر سکره د سکرو (کویلو) په کانونو کې له بیا بیا چادونو، د زهرجنو ګېسونو له پېښو، د درنګونو له راچپه کېدو هر کال څه نا څه دوه سوه کانکیندونکي وژل کېږي او په لسګونه نور پکې پېښې، لاسونه او سترګې بایلي.
د تورو تیارو کندو په بېخ کې د خپلو کورنیو لپاره ګوله ډوډۍ موندونکي دغه ډېری کانکیندونکي د خېبر پښتونخوا د رڼو چینو، دنګو چینارونو او د ښکلاګانو سیمې له شانګلې سره تعلق لري.
د تېرې چارشنبې په ورځ د شانګلې پاګوړۍ کلی بیا له دغسې غمېزې سره مخامخ شو او په یوه ورځ یې نهه ځوانان خاورو ته وسپارل چې د دره ادمخېلو د سکرو په يوه کان کې د یوې چادونې له امله وژل شول.
چې په کان کې کار کول غواړي نو له هغه دا پوښتنه نه کېږي چې ته ړوند یې، که کوڼ یې، په کار پوهېږې او که نه؟ خو کان ته دې کوز کړي، هره مياشت يو ځل یو منېجر کان ته کوزېږي او هم دغه يو وار کوزېدو ته معاينه ويل کېږي.
د دغه کلي یو کانکیندونکی حمزالله وايي د کانونو په پېښو کې یې د کورنۍ درې کسان وژل شوي چې وروستۍ هغه یې د دره ادمخېلو په کان کې د تره زوی ۳۵ کلن عمر حسن وو.
د مشال راډيو د خبریال مجید بابر د دې پوښتنې په ځواب کې چې کانکیندونکي په کانونو کې بیا بیا له مرګونیو پېښو سره مخامخېږي، نو په مسلکي توګه روزنه ولې نه اخلي نو حمزالله وویل:
(د دې لپاره په هر يوه کان کې یو روزلی منېجر وي چې زموږ تېکنيکي مرسته کوي خو کانکیندونکیو ته مسلکي روزنه نه ورکول کېږي. نېږدې يو کال مخکې په هريپور کې ځینو سرکاري کسانو را ته درې ورځنۍ روزنه راکړه خو له دې علاوه د روزنې لپاره چې کومه څلوېښت ورځنۍ حکومتي پروژه ده هغه موږ ځکه نه کوو چې بيا مو مزدوري پاتې کېږي او کورنۍ مو له لوږې سره مخامخېږي.)
په ۲۰۱۵ز کال کې د بلوچستان د لورلايي ضلعې دوکۍ سیمې په يوه کان کې معذوره شوی ګل مين چې اوس يې يو ۲۵ کلن زوی هم د پنجاب په يوه کان کې خواري کوي وايي چې د بلوچستان د سکرو کانکیندونکیو ته هېڅ روزنه نه ورکول کېږي.
(د دوکۍ په کانونو کې هېڅ نظام نه شته چې کانکیندونکیو ته روزنه ورکړل شي، که يو کس ولاړو او وايي چې په کان کې کار کول غواړي نو له هغه دا پوښتنه نه کېږي چې ته ړوند یې، که کوڼ یې، په کار پوهېږې او که نه؟ خو کان ته دې کوز کړي، هره مياشت يو ځل یو منېجر کان ته کوزېږي او هم دغه يو وار کوزېدو ته معاينه ويل کېږي.)
د سکرو کانکیندونکیو اتحادیه وايي چې هر کال لږ تر لږه ۲۰۰ کانکیندونکي په کانونو کې د ناکافي سهولتونو او حفاظتي تدابيرو د نشتوالي له وجې وژل کېږي. د يادې اتحادیې يوه مشر حاجي نور الله خان وايي:
(کمېشنر، ډيپټي کمېشنر، د ماينونو انسپکټران، لنډه دا چې هېڅوک هم خپله دنده نه ترسره کوي، بلکې په ډېرو ځایونو کې د درنګونو مالکان او ټېکه داران دغو ذمه وارو کسانو ته هره مياشت باقاعده پيسې ورکوي.)
دا هم وګورئ: د ادم خېل درې سکرو کان کې چاودنې نهه تنه وژلي دا هم وګورئ: ''شانګله د کانکیندونکیو هدیره'' دا هم وګورئ: شانګله: تر معذورۍ وروسته د کانکیندونکو ژوند څنګه تېرېږي؟د فاټا سیکرېټرېټ د ماينونو څار ادارې يوه چارواکی روښان وزير وايي، له دوی سره دومره روزلي کسان نه شته چې په ټولو سیمو کې د هر کان کره پلټنه او معاینه وکړي خو زیاتوي چې هره مياشت د کانکیندونکیو روزنه کوي.
(د فاټا کانونو څار لپاره هېڅاداره وجود نه لري دا خو څه موده وشوه چې موږ يوه اداره جوړه کړې او بې مسلکه خلکو ته مو د کانونو سمبالولو چارې سپارلې دي خو دا مهال د کانونو معاينې لپاره ځانګړي څارونکي نه شته.)
د فاټا سېکرېټرېټ د کانونو سمبالولو اداره وايي چې دا مهال د خېبر، کورمې، اورکزو او ادمخېلو درېد کویلې په کانونو کې څه نا څه شپږزره کانکیندونکي کار کوي خو د کانکیندونکیو اتحادیه وايي چې د دوی لپاره د روزنې هېڅ باقاعده بندوبست نه شته او په وینا یې د دې وژنو او معذورۍ بنیادي سبب د حکومتي چارواکيو او ټېکه دارانو لاپرواهي او غفلت دی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.