ننګرهار: د ګوزڼ پرضد درې ورځنی کمپاین پیل شو

په ننګرهار کې د ګوزڼ پرضد کمپاین.

د نورو ولایتونو په څېر د افغانستان ختيځ کې هم ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسینو د څاڅکو د تطبیق درې ورځنی کمپاين پيل شوی.

د روغتيا چارواکي وايي چې د افغانستان په ختيځ کې به څه باندې یو ميليون هغو ماشومانو ته د ویکسینو دوه څاڅکې ورکوي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي.

د پوليو پر ضد د ویکسینو د دغې درې ورځنی کمپاین پرانسته د سېشنبې په ورځ د ننګرهار د حج، ارشاد او اوقافو رياست په انګړ کې وشوه.

د کمپاین پرانسته د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د کتلوي معافیت امر ډاکټر جان محمد صاحبزاده يوه ماشوم ته د دوه څاڅکو ویکسینو په ورکولو سره وکړه.

د پرانستې پر مهال خبریالانو ته وویل چې په دې درې ورځني کمپاین کې به په ختيځه حوزه کې څه باندې یو میلیون هغو ماشومانو ته د پوليو پر ضد د ویکسينو دوه څاڅکي تطبیق شي، چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي:

(( په ختيځه حوزه کې د پوليو پر ضد د ویکسینو کمپاين پرون ورځ پیل شوی چې نن يې دویمه ورځ ده. موږ به په ټوله ختیځه حوزه کې تر یوولس سوه زرو پورې ماشومانو ته چې عمرونه يې تر پينځو کلونو کم وي، د ویکسینو دوه څاڅکې ورکوو. او په ننګرهار کې به تر اوه نیم سوه زرو پورې ماشومانو ته د ویکسينو دوه څاڅکې ورکوو. ))

د ده په خبره د ننګرهار په پچير و اګام، هسکې مېنې او لعلپورې ولسواليو په ځينو سيمو کې به د بد امنيو له امله درویشت زرو پورې ماشومان د ویکسینو له څاڅکو محروم شي.

د ننګرهار د حج، ارشا او اوقافو رييس قاري محمد داود مجاهد د دغه کمپاین د پرانستې پر مهال خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دوی د ولسواليو ملا امامانو ته هدایت کړی چې د پوليو پر ضد د ويکسینو په تطبیق کې ولس ته عامه پوهاوی ورکړي او له رضاکارو ټيمونو سره مرسته وکړي؛

(( د ننګرهار ولایت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې مو ټولو ملا امامانو ته هدایت کړی چې د دغه کمپاین سره مرسته وکړي. په جوماتونو کې د ولس د ښېګڼې او بهبود لپاره او د ماشومانو د روغتیا لپاره په دې رابطه باندې تبلیغ وکړي. او خلکو ته ثابته کړي چې دغه ویکسینو کمپاین د ولس په خير او د ماشومانو د صحت لپاره ډېر ګټور دی.))

د ذکر وړ ده چې د ۲۰۱۸ کال له پیله تر دې دمه په ټول افغانستان کې د پوليو څوارلس مثبتې پېښې ثبت شوي چې اوه په کندهار، درې په کونړ، دوه په ننګرهار او یوه یوه يې په هلمند او اروزګان کې ثبت شوي دي.