سوات قامي جرګې، د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت له خوا په دغه سیمه کې پاکستاني پوځ ته د چاوڼۍ جوړولو لپاره د ۷۵ کناله ځمکې ورکولو فیصله رد کړې ده.
د جرګې مشر مختاریوسفزي نن (جمعه) مشال ریډیو ته وویل، د جرګې له وړاندې دا دریځ دی چې په سوات کې د چاوڼۍ جوړولو هېڅ جواز نه شته.
نوموړي زیاته کړه سوات یوه غریزه سیمه ده او چې کومې ځمکې دي په هغې یا خو باغونه ولاړ دي او یا پرې خلک کرکرونده کوي، نو که دا ځمکه د چاوڼۍ د تعمیر لپاره په کار راځي، دا د خلکو اقتصاد او کلتوري ژوند اغېزمنولی شي.
مختار یوسفزي وویل دا ځمکه د ځايي خلکو ده نو باید تر داسې یوې پرېکړې وړاندې ارومرو له ولس سره مشوره وشي.
د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا د حکومتي کابینې تر غونډې وروستو په پېښور کې خبریالانو ته د وینا په وخت حکومتي ویاند شوکت یوسفزي وویل، کابینې پوځ ته د چاونۍ جوړولو لپاره د ۷۵ کناله ځمکې ورکولو منظوري ورکړې ده.
نوموړی زیاتوی په دې ۷۵ کناله زمکه کې ۱۹ کناله ځمکه ځنګلونه لري او د جنګلاتو محکمې ملکیت دی. د شوکت یوسفزي په وینا د قانون تر مخه د ځنګلاتو ځمکه د بل مقصد لپاره نه شي کارول کېدلای، نو د دې لپاره کابینې قوانین نرم کړي دي او اوس به پر چاوڼۍ کار پیل شي.
د زیارت په ورځ د خیبر پښتونخوا د حکومتي کابینې د غونډې نه وروستو په پیښور کې خبریالانو ته د وینا په وخت حکومتي ویاند شوکت یوسفزي وویل، کابینې پوځ ته د چاونۍ جوړولو لپاره د ۷۵ کناله ځمکې ورکولو منظوري ورکړې ده چې پر نوولس کناله يې ځنګلونه ولاړ دي.
نوموړي وویل:
''په سوات کې د چاوڼۍ جوړولو لپاره د ځمکې ضرورت وو نو په هغه کې نوولس کناله او څوارلس مرلې ځمکه د ځنګلاتو له محکمې سره وه. د قانون تر مخه د ځنګلاتو محکمې ځمکه نه خو په کرایه ورکول کېدلی شي او نه يې انتقال کېدلای شي. په مالاکنډ کې د امنیت ستونځه وه، د ترهه ګرۍ خلاف هلته پوځ ډېر مهم کردار لوبولی دی او په هغه وخت کې دغلته د چاوڼۍ جوړولو منظوري ورکړل شوې وه، نو نن کابینې د دې لپاره په قوانینو کې د نرمۍ منظوري ورکړه.''
حکومتي چارواکیو او پوځ وخت په وخت ویلي دي چې په سوات کې چاوڼۍ د سیمې د امنیت یقیني کولو لپاره جوړوي.
بل خوا د پېښور پوهنتون د چاپېریال مطالعاتو څانګې پخوانی مشر ډاکټر شفیق الرحمان وايي لا د وړاندې ډېر ځنګلونه اغېزمن شوي دي، چې له کبله يې د سېلاوونو راتلو ویره ډېره شوې ده نو له دې کبله باید حکومت د ځنګلونو حفاظت یقیني کړي.
نوموړي وویل،که چېرې حکومت خامخا چاوڼۍ جوړول غواړي نو بیا دې دا خبره یقیني کړي چې په دغه نوولس کناله ځمکه ولاړ ځنګلونه د تعمیرونو جوړولو لپاره و نه وهل شي.
د راپورونو تر مخه په سوات او خواشا نورو سیمو کې وسله والو طالبانو هم ځنګلونو ته زیان رسولی دی او د پوځي عملیاتو پر وخت هم د سیمې چاپېریال ډېر اغېزمن شوی دی.
دا هم وګورئ: 'پاکستانی پوځ دې له سواته ووځي' دا هم وګورئ: "د پاکستان پوځ د سواتيانو فکر او عمل يرغمل کړی دی" دا هم وګورئ: ايا د سوات چاوڼۍ به د خلکو اقتصاد ښه کړي؟