د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد به د يوه پلاوې په مشرۍ افغانستان او څو نورو هېوادونو ته سفر وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر پر درېیمه په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه پلاوې افغانستان، پاکستان، متحده عرب اماراتو، قطر او سعودي عربستان ته خپل ۱۰ ورځنى سفر د اکتوبر پر پینځه پيلوي.
د اعلاميې په حواله د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ماموريت دا دى چې د سولې مذاکرو ته د طالبانو په حاضرولو کې د امريکا هڅې رهبري او تنظيمې کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، خليلزاد به دغه هڅې د افغان حکومت او نورو شريکانو په نېږدې همږغۍ ترسره کوي چې دغې شخړې ته د مذاکرو له لارې حل لار پيدا شي.
وروسته له هغې چې خليلزاد د افغانستان د پخلاينې په چارو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى سلاکار ټاکل شوى، دا يې لومړى رسمي سفر دى.
د اعلاميې په حواله، دا د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ، اسانتيا برابرولو او برخې اخېستلو لپاره د امريکا د ادارې هوډ څرګندوي.
دا هم وګورئ: امریکا خلیلزاد د افغانستان چارو لپاره سلاکار ګومارلی دا هم وګورئ: خلیلزاد: امریکا د افغانستان د سولې بهیر ملاتړ کوي دا هم وګورئ: خلیلزاد د تاشکند کنفرانس د سولې په اړه یو مثبت ګام بللی دی دا هم وګورئ: 'د افغانستان د جوړجاړې خبرې تشې خبرې دي' دا هم وګورئ: د ترهګرو ځپلو لپار دي ملګري ملتونه پر پاکستان فشار راوړي.خلیلزاد