د وزيراعلی مطبوعاتي سیکرټر بهرمند خان د ۵م اکتوبر په ماښام مشال راډیو ته وویل وزیراعلی د دې کمېټۍ اعلان هغه مهال وکړ چې د پېښور پوهنتون د زده کوونکو یو پلاوي له هغه سره ولیدل.
بهرمند خان وویل چې وزیراعلی د پارلماني کمېټۍ د امر تر څنګ دا هم وویل چې د دې پېښې په اړه لږ تر لږه په ۱۴ ورځو کې باید رپوټ وړاندې کړل شي.
د جماعت اسلامي مخکښ او د اسمبلۍ غړي عنايت الله خان مشال راډیو ته وویل چې په دې اړه یې په اسمبلۍ کې د پاملرنې نوټس جمع کړی دی.
نوموړي وویل چې په دې اړه به په اسمبلۍ کې بحث کېږي او د ده په وینا د پښتونخوا په سرکاري پوهنتونو کې د پنجاب د هغو پرتله زیات فیسونه اخیستل کېږي.
خو د پېښور پوهنتون وياند علي عمران دا نه مني او وايي چې د پوهنتون په فیصونو کې دا اضافه لس في صدي ده.
دا له هغه وروسته ده چې د اکتوبر پر ۴مه د پېښور پوهنتون د زده کوونکو د احتجاج پر وخت دا پېښه رامنځ ته شوه.
د زده کوونکو مخکښانو مشال راډیو ته وویل چې دوي په فیسونو کې د ډېر زیاتوالي پرضد سوله ییز احتجاج کاوی چې پولیسو پرې سخت تشدد وکړ.
پر ټولنیزو رسنیو هم داسې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شوي دي چې د پېښور پوهنتون یو شمېر زده کوونکي په وینو لت پت دي.
د دې پېښې پر مهال یو شمېر زده کوونکي نیول شوي هم وو چې بیا د اکتوبر پر ۵ مه په ضمانت خوشي کړل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت یوسفزي خبریالانو ته ویلي وو چې دا زده کوونکي ځکه نیول شوي چې د ده په وینا ، د لګول شوې ۱۴۴ مې دفعې خلاف ورزي یې کوله.
د پېښور په پوهنتون کې د دې پېښې په اړه په ټولنیزو رسنیو کې هم کلک غبرګون مخې ته راغلی دی او یو شمېر سیاستوالو او فعالانو یې غندنه او د پلټنو غوښتنه کړې ده.