د افغانستان په هلمند ولايت کې یوه ځانمرګي برید د راتلونکیو پارلماني ټاکنو نوماند صالح محمد اڅکزی او د هغه اووه تنه پلویان وژلي دي.
بريد نن د ولايت په مرکز لښګرکاه ښار کې د صالح محمد اڅکزي پر ټاکنيز دفتر وشو. د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې په دغه بريد کې ۱۱ تنه ټپیان شوي هم دي.
اسوشېټېډ پرېس اژانس، د هلمند د ولایتي شورا د مشر عطاالله افغان په حواله ویلي چې صالح محمد اڅکزی او د هغه څو ساتونکي وژل شوي دي.
تر اوسه د دې برید پړه چا په غاړه نه ده اخیستې.
دا هم وګورئ: تادامیچي: افغانان دې په انتخاباتو کې ګډون وکړي دا هم وګورئ: د جلال اباد چاودنې افغان هندوان او سیکان بې سرپرسته کړل دا هم وګورئ: پر افغان پارلمان برید کې ښکېل ټول وسله وال ووژل شول