د ګلالۍ اسماعیل پلار پر هوايي ډګر د خپلې لور ګرفتاري په خپلو سترګو ولیدله

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د بشري حقونو د فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار وايي، لور یې د هېواد وفاقي تحقیقاتي ادارې (اېف ای اې) چارواکو نیولې ده. پوهاند محمد اسماعیل نن مشال راډیو ته وویل، لور یې له لندنه پاکستان ته ستنه شوې وه چې په اسلام اباد کې ونیول شوه او د اېف ای اې مرکز ته یوړل شوه. اېف ای اې د نوموړې د ګرفتارۍ په اړه څه نه دي ویلي. د ګلالۍ پلار پوهاند اسماعیل په اسلام اباد کې د وفاقي تحقیقاتي ادارې دفتر ته ورغلی وو او له هغه ځایه یې له بوریوال کاکړ سره خبرې وکړې.