محمود خان اڅکزی: افغان حکومت باید په خپلو لیکو کې د امن مخالفین ولټوي

محمود خان اڅکزی

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي ، له افغان حکومت څخه باید په دې اړه پوښتنه وشي چې هغوي دې په خپلو لیکو کې دننه هغه عناصر ولټوي کوم چې په هیواد کې امن نه غواړي.

محمود خان اڅکزي دا خبره د اکتوبر پر ۲۰مه په یو ویډیويي پېغام کې کړې ده او هغه د عبدالجبار قهرمان ، جنرال عبدالرازق او عبدالمومن حسن خېل وژل کېده غندلي دي.

محمود خان اڅکزي ویلي چې د دې کسانو وژل کېده لویه او دردونکې غمیزمه ده او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د وژل شوو مشرانو له کورنیو سره په غم کې شریکه ده.

نوموړي پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چې په خپلو سیمو کې دې د جنرال عبدالرازق ، عبدالجبار قهرمان او نورو وژل شوو غایبانه جنازې وکړي.

محمود خان اڅکزي وویل ، دا ښه خبره ده چې د پاکستان پوځ او وزیراعظم د دې پېښو غندنه کړې ده.

په عین حال کې د اکتوبر پر ۲۰مه په کوټه کې د جنرال عبدالرازق ، جبار قهرمان او عبدالمومن حسین خېل د جنازې غایبانه لمونځ وشو چې د افغان کونسل جنرل وحیدالله مومند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو تر څنګ یو شمېر عامو خلکو هم پکې ګډون وکړ.

تر دې وړاندې د عوامي نشنل ګوند له خوا هم د پېښور په باچا خان مرکز کې د یادو مشرانو د جنازو غایبانه لمنځونه وشو.

دا له هغه وروسته دهچې د اکتوبر پر ۱۰مه د افغانستان پارلماني ټاکنو ته ولاړ سیاستوال عبدالجبار قهرمان د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په خپل انتخاباتي دفتر کې ووژل شو.

چارواکو وویل چې نوموړي ته په چوکۍ کې بارودي مواد اېښول شوي وو د کوم د چاودنې له کبله چې نوموړی ووژل شو.

تر هغه یوه ورځ وروسته د اکتوبر پر ۱۸مه په کندهار کې د یو لوړې کچې امنیتي غونډې پر مهال په بل برید کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د کندهار د استخباراتو مشر عبدالمومن حسین خېل ووژل شو.

په دې پېښه کې د ځیو نورو کسانو تر څنګ د کندهار والي زلمی ویسا هم ټپي شوی چې اوس یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

وسله والو طالبانو د دې دواړو بریدونو زمه واري منلې ده.