پښتون ژغورنې غورځنګ وايي په هر صورت په بنو کې جلسه کوي

منظور پښتین

د خیبر پښتونخوا د بنو ضلعي انتظامیې په ضلع کې تر دفعه ۱۴۴ لاندې پر هر رقم جلسو جلوسونو بندیزونه لګولي او خبرداری يې ورکړی دی چې د ترهګرو بریدونو ویره ده خو پښتون تحفظ مومنټ وايي د اکتوبر پر ۲۸مه به په هر حال کې د بنو په سپورټس کمپلیکس کې خپله جلسه کوي.

پښتون تحفظ مومنټ وايي ، د خپلو ایني حقونو د خوندي کولو لپاره به د بنو په سپورټس کمپلیکس کې اعلان کړې ولسي غونډه خامخا کوي.

د غورځنګ ویاند فضل خان اډوکېټ د ۲۷م اکتوبر په ماښام مشال راډیو ته وویل چې تر جلسه وړاندې د تحریک غړي کوڅه په کوڅه ګرځیدلي دي او پر ولس يې غږ کړی دی چې په جلسه کې ګډون وکړي.

فضل خان وویل ، “موږ د انتظامیې له خوا د فشار سره مخ یو ، ځاي انتظامیې د جلسې په میدان کې اوبه راپریښې وې ، خو هغه کارکنانو لیرې کړي دي.”

نوموړي وویل چې دفعه ۱۴۴ هم عملي شوې ده خو د ده په وینا دوي له داسې کارونو نه ویریږې او نه ترې څه اثر اخلي.

د پښتون تحفظ مومنټ یوه بله فعاله ثنا اعجاز وايي په تعلیمي ادارو کې يې د جلسې لپاره کمپاین کړی دی خو انتظامیې يې لاره نیولې وه.

نوموړي وویل چې د دوي ځینو ملګرو ته پر دې سربېره دړکې ورکړل شوې دي چې د دې په وینا ، دوي په سوله ییزه توګه د آیین په چوکاټ کې دننه د خپل ولس د حقونو تحفظ غواړي.

ثنا اعجاز وویل، “خلک راته هرکلی وايي ، ډیر عزت مو کوي خو انتظامیه مو لاره نیسي ، موږ په امن خپل حق غواړو او دوي مو نه پریږدي او دا ډیره خطرناکه خبره ده.”

د پښتون تحفظ غورځنګ د مشرانو د تورونو په اړه مو د صوبايي حکومت د وزیرانو او ضلعي انتظامیې د چارواکیو سره د تماس هڅه وکړه خو بریالي نه شو.

خو له بنو د واکمن تحریک انصاف ګوند د صوبې د اسمبلۍ غړي پښتون یار خان مشال راډیو ته وویل ، حکومت د لوبو په سرکاري میدانونو کې پر جلسو بندیز عملي کړی دی.

نوموړي وویل چې یوازې د انتخاباتو پر وخت سیاسي ګوندونو ته اجازه ورکړل شوې وه خو د صوبايي حکومت د پالیسي د لاندیپه سپورټس کمپلیکس کې د جلسې اجازه نشته.

ده وویل ،“ زه به انتظامیه ته وینا وکړم چې میراخیل میدان کې ورته امنیت یقیني کړي او د جلسې انتظامات ورله وکړي. خو داسې هم نه ده چې په جلسه کې د ریاست او ریاستي ادارو پر ضد نعرې ووهل شي.”

پښتون تحفظ مومنټ د پښتنو په سیمه کې د ولس د بنیادي بشري حقونو د دفاع غوښتنه کوي او د پاکستان یو شمیر پوځي او حکومتي چارواکي يې غوښتنې ایني مني. خو د غورځنګ مشران وايي ملګري يې بیا هم ځورول کېږي او پرضد يې بې بنیاده مقدمې لیکل کیږي.