پېښور های کورټ په سېشنبه له قبایلي سیمو د عبوري قانون (فاټا انټرم ګورنېنس ریګولېشن اېکټ) ختمولو امر کړی دی او صوبايي حکومت ته یې ویلي، چې په یوه میاشت کی دننه دې د قبایلی سیمو لپاره د عدالتي نظام بندوبست وکړي او دغلته ته دې عدالتي کاروایي زر تر زره وغځوي.
د اېف سي ار پرځای په دغه نوي عبوري قانون کې هم د فاټا ټول اختیارات د انتظامي افسرانو سره دي.
د قبایلي سیمو په خېبر پښتونخوا کې د شاملېدو وروستویو وکیل علي عظیم اپرېدي په پېښور های کورټ کيیو درخواست جمع کړی وو چې پکې یې دغه نوی قانون چېلنج کړی وو.
علي عظم اپریدی وایي د فاټا لنډمهالی قانون هېڅ جواز نه لري.
بېګا ماښام د خېبر پښتونخوا د وزیر اعلا له دفتره په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي دي فاټا ته عدالتي نظام رسول او د صوبې د نورو ضلعو غوندې سهولتونه ورکول د حکومت لپاره یو چېلنج دی او دوی په دغه عمل کار پیل کړی دی.
دا هم وګورئ: د پېښور چټک بس سروس منصوبې يو کال وشو خو لا جوړه نه ده دا هم وګورئ: سېنېټ فاټا ته د عدالت غځولو مسوده منظوره کړله دا هم وګورئ: مومند احتجاج: پولیس تاڼې به د ولس په خوښه جوړېږي