نن د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د کرنې ریاست لهخوا ۷۲۰۰ بزګرانو لپاره د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا کیمیاوي سرې د ویش خزاني کمپاین پیل شو.
د خوست د بزګرانو لپاره د اړوند وزارت لهخوا ۱۸۰ مټریک ټنه د غنمو تخم او ۳۶۰ مټریک ټنه د یوریا د سپینې سرې حصه ورکړل شوې چې د یاد ولایت په ۱۵ اداري واحدونو کې به پر مخکښو بزګرانو وویشل شي.
چارواکي وايي، د غنمو د دې تخم په کرلو سره به له یوې خوا په یاد ولایت کې اصلاح شوی تخم دود شي او بل لوري ته به د غنمو په پیداوار کې هم ډېروالی راشي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکو د یاد ریاست په چوکاټ کې ۷۲۰۰ هغه مخکښو خوستیو بزګرانو ته چې د کرنیزو کوپراتیفونو په چوکاټ کې خپل فعالیت ترسره کوي، هغوی ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او یوریا سرې ویش پیل کړ.
چارواکي وايي، دوی به بزګرانو ته د هر جریب ځمکې لپاره ۲۵ کیلو تخم او پنځوس کیلو یوریا سره وویشي.
د خوست د کرنې رئيس حفیظ الله شاه نوري وايي چې د غنمو تخم او کیمیاوي سرې د بیې یوازې ۴۰ سلنه بیه له بزګرانو اخېستل کېږي او توضیع کېدونکی تخم هم د خوست له اقلیم او اوبو سره توافق لري.
بل لوري ته د خوست چارواکي لهدې کبله چې اړوند وزارت د کر په مناسب وخت کې بزګرانو ته تخمونه او سرې برابرې کړي، مننه وکړه، خو ويې ویل چې دا ولایت د هر ډول کرنیز پیداوار لپاره مناسبه اب و هوا او اقلیم لري او اړوند وزارت باید دې سیمې پاملرنه ډېره کړي.
خوست والي پوهندوې حکم خان حبیبي وايي:
"دا چې کرنه د افغانستان د اقتصاد اساس تشکیلوي، بناءً خوست د هغو ولایتونو څخه دی چې د کرنې لپاره بهترین اقلیمي شرایط لري او د مختلفو کرنیزو توکو د تولیداتو لپاره پهکې زمینه مساعده ده، زموږ لپاره هم په انکشافي سکټورونو کې لوموړیتوب لري، نو د اړوند وزارت څخه مو هیله دا ده چې د کرنې د پراختیا لپاره لکه څرنګه چې یې مرسته کړې، د اصلاح شوېو تخمونو په برخه کې خپل فعالیتونه زیات کړي."
چارواکو په افغانستان کې د کرنې د میکانېزه کېدو پر اړتیا هم ټېنګار وکړ او ويې ویل، که د دې هېواد زراعت میکانیزه شي، نو یو بزګر به د سلو بزګرانو په اندازه له لږې ځمکې کرنیز پیدا وار ولري.
د بزګري کواپرتیفونو د غړو په استازیتوب سیدګل حبیب شاه دوی ته د غنمو د اصلاح شوي تخم او سرې ویشل یو ښه ګام وباله او غوښتنه يې وکړه چې تر دې وروسته دې د کر لپاره د سپینې سرې پرځای دوی سره د تورې سرې مرستې وشي، ځکه بزګران په اول کې د غنمو سره توره سره کري.
د خوست بزګران وايي چې په یاد ولایت کې د غنمو د اصلاح شویو تخمونو ویش پهدې اهمیت لري چې دلته هرکال په یو شمېر سیمو کې ګلۍ کېږي چې له کبله يې نه یوازې غنم تویږي، بلکې د غنمو فصل نباتي ناروغی پیدا کوي او کمزوري کېږي چې بیا بل کال د هغه تخم کرل ښه نتیجه نه ورکوي.
دوی هیله کړې چې د کرنې وزارت د تخمونو په تولید کې له یو داسې میتوده کار واخلي چې هر ولایت او ولسوالۍ ته په خپله سیمه کې اصلاح شوي تخمونه تولید کړي، څو په ټوله مانا د هغه سیمې له اقلیم او اوبو سره مطابقت ولري او ښه پیداوار ورکړي.
راپور: نجیب الله الوخېل