په اسلام اباد کې د باجوړ ضلعې د قامي مشرانو په جرګه کې فېصله وکړه شوې چې ېو پلاوې به يې د ېادې ضلعې د هغه کورنۍ چې د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير اعظم خان سواتي د ځوې او ملازمينو سره يې جګړه شوې وه ورسره به ملاويږي او ورته به ډاډګيرنه ورکوي چې د چا په دباؤ کې دې نه راځي او په سپريم کورټ کې دې خپله پېشي یقيني کړي.
د زيارت په ورځ د اسلام اباد په پرېس کلب کې له باجوړه ورغلیو یوشمېر مشرانو جرګه وکړه چې پکې پخوانيو پارلماني استازیو اخوانزاده چټان او شهاب الدين علاوه یوشمېر ملکانو د سوداګرو ټولنې غړیو او د باجوړ ګڼو ځوانانو ګډون وکړ.
د جرګه والو وينا وه چې د اعظم سواتي زوی او ملازمينو د دوی د قام یو تن نياز محمد او د هغه له کورنۍ سره زياتی کړی دی نو د سيمې د یوڅو مشرانو جرګه به د نياز محمد کور ته لېږي او ورته به ډاډګيرنه ورکوي چې د چا په دباؤ کې دې نه راځي که په خپله خوښه جوړه کول غواړي نو سمه ده ګنې د اعظم سواتي پرضد دې نه یوازې په تاڼه پرچۍ وکړي بلکې سپريم کورټ ته دې هم پېش شي.
د ذکر ده چې د تېرې نهې په ورځ د نياز محمد وروڼو په اسلام اباد کې ېوې خبري غونډې ته ويلي ول چې د اعظم خان سواتي زوی عثمان سواتي او د هغه ملازمينو د تېرې جمعې په ورځ د هغه د ورور پر کور ورغلي، هغوی یې وهلي ټکولي دي. نوموړي تور پورې کړ چې پوليسو پرځای د دې چې بریدکونکي ونیسي خو هغوی د دوی ورور د هغه مېرمن او درې بچيان تاڼې ته اچولي دي.
بلخوا د ساينس او ټيکنالوجۍ وفاقي وزير اعظم سواتي د پېښې په اړه وايي د نياز محمد څاروي يې فارم هاوس ته ورننوتي ول او چې کله د نياز محمد د کورنۍ کسان خپلو څارویو پسې ورغلل نو نه صرف ملازمينو ته يې دړکې ورکړې بلکې د تبرګیو ګوزارونه يې هم ورباندې کړي دي.
خو د باجوړ ضلعې ېو پخوانې پارلماني استازې شهاب الدين خان وايي د باجوړ ټول ولس د متاثره کورنۍ تر شا ولاړ دي او هغوی دې له وفاقي وزيره نه ډارېږي او باید د هغهپرضد دې مقدمه درج کړي چې په راتلونکي وخت کې بل یو وزير له یو چا سره ظلم زياتی ونکړي.
د ذکر ده چې سپريم کورټ هم د دې پېښې نوټس اخیستی او چیف جسټس ثاقب نثار د شورو په ورځ د اورېدنې پرمهال ويلي ول که متاثره کورنۍ درخواست ورکړو نو د وفاقي وزير اعظم سواتي پرضد دې مقدمه درج کړل شي.
دا هم وګورئ: مومند احتجاج: پولیس تاڼې به د ولس په خوښه جوړېږي